د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

سعید: د ارزګان – کندهار لاره د کندهار پولیسو طالبانو ته خوشې کړې


د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید د جمعي په ورځ ازادي راډيو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې دغه لاره د تېرې یکشنبې په ورځ د کندهار ولایت د شاوليکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کندهار امنیتي مسؤلینو وسله والو طالبانو ته خوشې کړې ده.

په ورته وخت کې بیا د کندهار امنیتي مسؤلین دا نه مني چې ګڼې یاد لاره دې یې په لوی لاس وسله والو طالبانو ته خوشې کړې وي، بلکې د یادې لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو د لیزر بریدو وروسته، دوو پوستو تکتیکې شاتګ کړی دی.

دکندهار د امنیې قوماندانۍ مسؤلین زیاتوي چې د يادې لارې د خلاصولو په هدف، د عملیاتو پلان نیول شوی دی.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې اورېدلای شئ.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG