د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې امنيتي تهديدات شنډ کړاى شوي دي.
تر دې مخکې د ارزګان ولايت ځينو چارواکو ويلي وو په خاص ارزګان کې له تېرې شپې راهيسې جګړه روانه ده.
په سيمه کې د ازادي راډيو خبريال د يوې سرچينې په حواله وايي چې په دغو بريدونو کې د ملي اردو دوه پوستې د وسلهوالو لاس ته ورغلي او تر ۲۰ زيات سرتېري وژل شوي دي.
خو د دفاع وزارت د وياند دفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل:
"هلته مشکلات لرو، جنګ شته، خو د جنګ په نتيجه کې موږ دښمنانو ته ښه ګوزارونه ورکړي دي. د خاص ارزګان ولسوالۍ په اړه موږ مشکل نهلرو، يوازې د ماينونو مشکلات شته چې يوازې مو ٢ سرتېري ټپيان شوي دي."
بلخوا قاري يوسف احمدي چې ځان د وسلهوالو طالبانو يو وياند معرفي کوي، په يوه اېمېل کې ادعا کړې چې په خاص ارزګان ولسوالۍ کې يې دوه پوستې نيولي او د ملي اردو سرتېرو تهيې مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه د ٢ وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو او ٢ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى دى.
- پخواني معلومات
د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د تېرې شپې را پهدېخوا وسلهوالو طالبانو د افغان ځواکونو په امنیتي پوستو ډلهییز بریدونه پیل کړي چې پهکې ۲۷ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.
یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم او ځای نهښودلو په شرط نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو دوه پوستې سقوط شوي چې د سرتېرو تر څنګ وسلې او مهمات وسلهوالو طالبانو ته په لاس ورغلي.
د سرچینو د معلوماتو لهمخې هلته د ملي اردو د ځواکونو تر څنګ ملي پولیسو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینه وايي، اوس هم سخته جګړه روانه ده چې په خبرهیې اوس ورته د وژل شویو سرتېرو جسدونه او ټپي سرتېري پراته دي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې پهدې اړه د ارزګان د امنیتي مسؤلینو سره خبرې وکړي، خو بریالۍ نهشوه.
د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش که څه هم د خپلو سرتېرو مرګ ژوبله ردوي، خو وايي هلته جګړه روانه ده او تر دې دمه پهکې د دوی یوازې دوه سرتېري ژوبل دي.
د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته په یوه استولي برښنا لیک کې ویلي چې په خاص ارزګان ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي اردو ۲ قرارګاوې او ۲ پوستو سقوط کړی او ۲۰ د ملي اردو سرتېري یې وژلي او ۱۲يې ژوندي نیولي او همدارنګه ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم لاسته ورغلې دي.