وروسته لهدې چې د کورنیو چارو وزارت د ۱۴ ولایتونو د امنیه قوماندانیو لپاره نوي کسان معرفي کړل، د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، دغه اقدام د امنیت د ټینګښت او د فساد د مخنیوي لپاره اغېزمن نهدی.
د دغه کمېسیون غړي صالح محمد صالح د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کورنیو چارو وزارت باید د څېرو د بدلولو هغه هم د تکراري څېرو د بدلولو رابدلولو پرځای، پر اصلاحاتو او د ناامنیو پر کمولو تمرکز وکړي.
ښاغلي صالح زیاته کړه:
"مهم ټکی دا دی د افغانستان د اوسنیو ستونزو لپاره، بنیادي کار چې د قانون پلي کول دي، وشي. په اوسنیو حالاتو کې چې په کورنیو چارو وزارت کې څومره بدلونونه راغلي، په امنیت کې ېې ښه والی نهدی راوستی. ښه دا ده چې داسې یو پروګرام ترتیب کړو چې په هېواد کې امینت راشي."
دی ټینګار کوي چې د کورنیو چارو وزارت باید د امنیه قوماندانانو په بدلولو رابدلولو سربېره د دوی فعالیتونه هم وڅاري چې په اړوندو برخو کې یې کارونه اغېزمن وي.
په ورته وخت کې د دغه کمېسیون غړې نظیفه ذکي د ۱۴ ولایتونو په امنیه قوماندانیو کې دغه ګمارنې سلیقهوي ګڼي وايي، په نوېو ګمارل شوېو قوماندانانو کې ځینې تکراري څېرې هم شته چې په خپلو پخوانیو کارونو کې چندان بریالي نهوو.
د کورنیو چارو وزارت د اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په هدف، د شنبې په ورځ د ۱۴ امنیه قوماندانیو لپاره نوي قوماندانان ور وپېژندل.
د کورنیو چارو وزیر ویلي، دغه قوماندانان به له درېیو نه شپږو میاشتو پورې په ازمایښتي توګه دندنې ترسره کړي او د لاسته راوړنو له ارزونو وروسته به یې دندنې تمدید شي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ګمارنې د کندز، هرات، تخار، خوست، فاریاب، سرپل، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، دایکنډي، لوګر، غزني او بادغیس په ولایتونو او د پولیسو په ۳۰۳ او ۸۰۸ زون کې شوي دي.
په ورته وخت کې د امنیتي چارو پوهان ټینګار کوي چې د ولایتونو په امنیه قوماندانیو کې د قومندانانو په بدلولو سره، د امنیت او فساد ستونزه نهشي هوارېدلی.
د کورنیو چارو پخواني وزیر فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل، د یوه ولایت ټول چارواکي باید له فساده پاک وي.
نوموړی زیاتوي:
"اغېزمن به په هغه صورت کې وي چې وطندوسته او له رشوته پاک وي. بیا ښه کار وکولی شی. بلخوا په یوه ولایت کې باید ښه والي، ښه قوماندانان او ښه مدیران موجود وي چې مؤثره واقع شي."
بلخوا داسې انتقادونه هم موجود دي چې د ولایتونو امنیه قوماندانیو ته نوي پیژندل شوي کسان په خپلو پخوانیو دندو کې له ځانه ښې وړتیاوې نهوې ښودلې او نه یې چا ښه یاد کړي دي.
خو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نوې ګمارنې د یوې درې میاشتنۍ ځانګړې پروسې له لارې او د دوی د کاري سوابقو ارزونې ته په پام شوي دي.
راپور: خان محمد سیند