د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

ځیني استازي: د کورنیو چارو وزارت وضع شوي طرزالعلونه په سمه توګه نه‌تطبیقوي


د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون ځیني غړي وايي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت، وضع شوي طرزالعلونه په سمه توګه نه‌تطبیقوي او دا د نا امنیو لامل ګرځي.

دوی وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې پر ځای چې خپله دنده په سمه توګه تر سره کړي، خپلې واورې د نورو په بام غورځوي.

دوی دغه څرګندونې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وکړې.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي غلام سخي مشواڼي ازادي راډيو ته وویل، د ملي شورا د غړو او نورو چارواکو لپاره طرزالعملونه جوړ شوي، خو پولیس‌یې په پلي کولو کې د مور او میرې چلند کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا مسئله چې وزیر صاحب‌يې وايي او د خپل بام واوره په بل چا اړوي، موږ په کلکه ردوو، له دوی سره موږ په کمېسیون کې خبرې کړي او په ټولو طرزالعملونو ورسره غږېدلي یوو، خو پولیس دي چې د دغو طرزالعملونو خلاف د مور او میرې چلند کوي، بعضې مشرانو ته د هر ډول ګرځېدو اجازه ورکوي او پر ځینو نورو تطبیقېږي."

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، پولیس د تورو شیشو لرونکي او غیر قانوني موټر چې مشکوک وي، دروي، خو د ملي شورا ځيني غړي يې خلاصون ته راوځي.

خو د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، که داسې څه وي، نو وزارت مکلف دی چې دا خلک ولس ته وروپېژني.

دا څرګندونې وروسته تر هغې کېږي چې تېره دوشنبه وسله‌وال د کابل ښار په زړه شش درک سیمه کې په دوو پرله‌پسې چاودنو بریالي شول.

په دغو حملو کې د نهو خبریالانو په ګډون، ۳۰ کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان دي.

له دې وړاندې هم د کابل په یو شمېر خوندي ځایونو کې لکه کانټيننټال هوټل، د سردار داوود خان روغتون، شهر نو او زنبق څلور لاري کې خونړۍ حملې شوې دي.

د کابل ګارنېزیون د عامه چارو مسؤل محمد شاپور شریفیار د دغو ادعاوو په غبرګون کې وايي چې امنیتي ځواکونه د تورو شیشو لرونکي موټر بې‌توپیره دروي او قانوني چلند ورسره کېږي.

ښاغلی شریفیار وایي:

"د ګارنېزیون د پلان مطابق هره ورځ پرسونل توظیفېږي او هره ورځ هغه وسایط چې تورې شیشې، الارم او اضافي شیان لري، زموږ د پرسونل له‌خوا پاکېږي."

په ورته وخت کې د چارو کارپوه میر سردار ځدراڼ بیا وروستیو پېښو ته په کتو وايي، داسې ښکاري چې د مقننې او اجرائیه قوو ترمنځ د ناخوالو د ختمولو لپاره پوره همغږي نه‌شته.

دی وايي، پولیس باید جدي وي او خلکو ته هم په‌کار ده چې د ولسي جرګې په راروانو انتخاباتو کې سرکشه او له وسله‌والو مخالفینو سره خواخوږو وکیلانو ته رأیه ورنه‌کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG