د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د برښنايي تذکرو د ویش لومړنی مرکز د کابل په کارته چهار کې پرانېستل شو


د افغانستان د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره په کارته چهار سیمه کې د برښنايي تذکرو د وېش د یوه مرکز له پرانېستو وروسته په پلان کې لري چې په هرو شلو ورځو کې یو بل مرکز اضافه کړي.

له نېږدې درې میاشتې انتظار او په ارګ کې له انحصار وروسته د عامو خلکو پرمخ هم د برښنايي تذکرو د ویش لومړنی مرکز د کابل په کارته چهار سیمه کې پرانېستل شو.

د افغانستان د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، د برښنايي تذکرو د ویش چارې د لوړ پوړو چارواکو له‎خوا په رسمي ډول پیل شوي او اوس دوی مسؤلیت لري چې دغه بهیر تر خلکو هم ورسوي.

د دغې ادارې ویاند روح‎الله احمدزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پلان دا دی چې په کابل کې د پنځو مرکزونو تر پرانېستلو وروسته د برښنايي تذکرو ویش د ولایتونو په مرکزونو او بیا په ولسوالیو کې هم پیل شي.

روح‎الله احمدزی
روح‎الله احمدزی

نوموړی وايي:

"موږ د خپل مکلفیت له مخې مخکې ځو، شپږ میاشتې به موږ یوازې د کابل په پنځو مرکزونو کې خپل کار ته دوام ورکوو، له شپږو میاشتو وروسته بیا کار د لویو ولایتونو مرکزونو، په درېیم قدم کې د ټولو ولایتونو مرکزونو او په څلورم قدم کې د ټولو ولایتونو ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسو."

دی وايي، دا پروسه له درېیو نه تر پنځو کلونو پورې وخت نیسي او تر دې دمه یې ښه هرکلی شوی دی.

د برښنايي تذکرو لپاره د نوم‎لېکنې او د معلوماتو د ثبت بهیر د لوړ پوړو دولتي چارواکو له‎خوا د فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه په ارګ کې پیل شوی و.

که څه هم د دغو تذکرو ویش د ځينو اختلافونو له کبله وځنډېده، خو د روانې مې میاشتې په درېیمه نېټه ولسمشر غني او نورو لوړ پوړو چارواکو چې پخوا یې نوم لېکنه کړې وه، د خپل تذکرو په اخېستلو دا بهیر رسماً پیل کړ.

که څه هم اجرائیه رئیس په همدې ورځ د برښنايي تذکرو له ویش سره مخالفت څرګند کړ، خو د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، دغه بهیر خپل ټول قانوني پړاونه بشپړ کړي او د چا غیر قانوني غوښتنې نه‎شي درولی.

له دې سره د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه الهام بابر د برښنايي تذکرو د ویش روان بهیر خورا پڅ ګڼي.

دی وايي:

"تر شپږو میاشتو چې دا پروسه امتحاني وې، باید د کمیت پرځای یې په کیفیت کار وشي، خو وروسته په‎کار ده چې ډېر مرکزونه پرانېستل شي، ځکه د کابل نفوس زیات دی او وروسته د ولسمشرۍ انتخابات په مخ کې لرو، دا پروسه چې اوس ورو روانه ده باید د ټيمونو په روزلو او نورو لارو دا بهیر تېز شي."

کارپوه الهام بابر
کارپوه الهام بابر

خو ښاغلی بابر وړاندېز کوي چې سرعت باید د برښنايي تذکرو د ویش د پروسې کیفیت اغیزمن نه‎کړي او په منظم ډول د افغانستان ټولو اتباعو ته ورکړل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG