د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

مېرکل: د ایران له اټمي موافقې د امریکا وتل، پر نړیوال نظم باور ته زیان رسوي


د جرمني صدراعظمه، انګلا مېرکل وايي چې د امریکا پرېکړه چې له نړیوالو سره د ایران له اټمي موافقې به ووزي، پر نړیوال نظم باور ته زیان رسوي.

مېرکل پرون جمعه دا خبرې په جرمني کې یوې مذهبي غونډې ته چې د سولې په اړه خبرو ته ځانګړې شوې وه، وکړې.

انګلا مېرکل ومنله چې د ایران د اټمي پروګرام د مخنیوي لپاره شوې موافقه چې په بدل کې یې پر ایران ځني بندیزونه کم شوي، ډېره په تول تللې نه ده، خو ټینګار یې وکړ چې باید په یو اړخیز ډول لغو نه شي ځکه د هغې په وینا، دا موافقه د ملګرو ملتونو امنیت شورا تائید کړې ده.

انګلا میرکل
انګلا میرکل

انګلا مېرکل زیاته کړه:

"له ایران سره د اټمي موافقې لغو کول د ډېر افسوس او اندېښنې خبر ده، دا موافقه چې د دولس کلن زحمت او د اوږدې ډیپلوماتیکې پروسې په پایله کې ترلاسه شوې، ښايي له ايډیل حالته ډېره لرې وي، زه موافقه یم چې داسې زیات د اندېښنې وړ مسایل شته چې کله د ایران په اړه بحث کېږي، باید مطرح شي، مثلاً، له اسرائیل سره جنګ، د بلستیک مزائیلو پروګرام او په سوریه کې د ایران رول، خو زه فکر کوم چې دا هم سمه نه ده چې سړی له داسې موافقې چې دا منیت شورا په یوه خوله تائید کړې، ووزي، داکار به پر نړیوال نظم باور ته زیان ورسوي."

هغې وویل، له ایران سره به پردې چې اټمي موافقه تر کومه حده خوندي ساتلائ شي، خبرې وکړي.

انګلا مېرکل پرون د روسیې له ولسمشر، ویلادي میر پوتین سره هم ټلفوني خبرې کړې دي.

برلین اومسکو دواړو ویلي چې مېرکل او پوتین، تر ډېره حده له ایران سره د اټمي موافقې د ساتنې په اړه غږېدلي دي.

د کرېملېن یوه چارواکي، یوري یوشاکوف پرون وویل چې مېرکل به د راتلونکې جمعې په ورځ، مسکو ته ولاړه شي.

د یوشاکوف په وینا، د جرمني صدراعظمه به په مسکو کې هم له ایران سره له اټمي موافقې د امریکا د وتلو پر پرېکړه خبرې کوي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ د تېرې سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران سره له اټمي موافقې به ووزي.

خو د کرېملېن د سلاکار، یوري یوشاکوف په وینا، مسکو ته د مېرکل سفر د ټرمپ تر اعلان مخکې پلان شوی و.

د کرېملېن دې سرچینې ویلي چې د روسیې جمهور رئيس به د دوشنبې په ورځ په سوچي کې د اټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې له مشر، یوکیوامانو سره هم ګوري.

هغه پرون جمعه په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې روسیه له ایران سره په کار لګیا ده او هڅه کوي چې تهران په اټمي موافقه کې پاتې کېدو ته قانع کړي.

په عین حال کې، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې، فدریکا موګرېني ویلي چې د سې شنبې په ورځ به د جرمني، فرانسې او بریتانیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په بروکسل کې غونډه وکړي او له ایران سره د اټمي موافقې پر برخلیک به وغږېږي.

د موګریني دفتر پرون په یوه بیان کې وویل چې دې خبرو ته به د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم ورشي.

په بیان کې راغلي چې اروپايي اتحادیه غواړي چې له ایران سره موافقه پر خپل ځای، ټینګه پاتې شي.

فدریکا موګرېني
فدریکا موګرېني

موګریني ویلي:

"یقیناً، موږ له هغه هېواده چې دا موافقه بربادولائ شي، غواړو چې متعهد پاتې شي او هغه هېواد ایران دی."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون رسنیو ته وویل چې محمد جواد ظریف به د اټمي موافقې په اړه د خبرو په نیت، نن یکشنبه چین، روسیې او بلجیم ته سفر پېل کړي.

د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو «امریکا، چین، روسیې، بریتانیې، فرانسې» او جرمني په۲۰۱۵ مېلادي کال کې له تهران سره موافقه وکړه چې پر اساس يې، تهران د خپل اټمي پروګرام د محدودولو ژمنه وکړه او په بدل کې یې پر ایران نړیوال بندیزونه کم شول.

XS
SM
MD
LG