د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۳۹

جرمني او روسیه د ایران د اټمي موافقې د ژغورنې لپاره ګډ کار کوي


د جرمني او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې د ایران د اټمي موافقې د ژغورنې لپاره به ګډ کار وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون پنجشنبه وویل، مهمه دا ده چې د امریکا نوي بندیزونه له تهران سره اټمي موافقه زیانمنه نکړي.

سیرګي لاوروف په مسکو کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره په ګډ خبري کنفرانس کې د ایران اټمي موافقه د سیمې د ثبات لپاره مهم سند وباله او ویې ویل، د دې موافقې نور پنځه اړخونه روسیه، جرمني، بريتانیا، فرانسه او چین باید د هغه د ژغورنې لپاره ګډ کار وکړي.

سرګي لاوروف
سرګي لاوروف

نوموړي زیاته کړه:

"د دې موافقې د نورو ټولو ښکېلو اړخونو لپاره دا مهمه ګڼو چې باید وضعیت سمدستي وڅېړل شي، د اړتیا له مخې سلامشورې وکړو او د دې فوق العاده مهم سند د ژغورنې لپاره لازم ګامونه پورته کړو."

په ګډه خبري غونډه کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل، مهمه دا ده چې ایران د ولسمشر ټرمپ له اعلان وروسته هم له دې موافقې سره ژمن پاتې شي.

هایکو ماس پر روسیې غږ وکړ چې په دې برخه کې پر ایران له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

دی وایي:

"موږ منلې چې د دې موافقې پرځای پاتې کېدل ډېر مهم دي، په دې اړه مو د خپلو راتلونکو اقداماتو په اړه سلامشورې وکړې."

ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا د ایران له اټمي موافقې څخه وځي او پر تهران به نوي بندیزونه ولګوي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

له دې اعلان دوه ورځې وروسته د امریکا د خزانې وزارت پرون د ایران پر درېیو شرکتونو او د سپاه پاسداران انقلاب ځواک پر اړوندو شپږو افرادو نوي بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نویو بندیزونو هدف د اسعارو د تبادلې د هغې شبکې ویجاړول دي چې په سیمه کې د ورانکارو فعالیتونو او له نیابتي ډلو سره د مرستې لپاره د سپاه پاسداران او د دې ځواک بهرنۍ څانګې قدس ته یې د وسلو له پېرودلو سره مالې مرسته کوله.

امریکا پر سپاه تور لګوي چې په منځني ختیځ کې تشدد پاروي خو ایران له ترورېستي شبکو سره د مرستې تورونه ردوي.

متحدایالاتو، بريتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې له ایران سره اټمي موافقه په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک کړه.

ایران په دې موافقه کې ژمنه کړې ده چې د نړیوالو بندیزونو د لېرې کولو په بدل کې به خپل اټمي پروګرام محدودوي.

XS
SM
MD
LG