د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۴ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۲۰

هغه افغان مېرمنې چې د کور دروازې یې پر مخ تړلي


یو شمېر هغه زنداني ښځې چې زندان‌یې سرپناه ګرځېدلې وايي، د خپلې کورنۍ غېږې ته بېرته ستنېدل پرته له يو خوبه ورته بل څه نه‌دي.

هغه زنداني ښځې چې د کور دروازې یې پر مخ تړلې دي.

په دغه راپور کې مو له يو شمېر داسې ښځو سره خبرې شوي چې وروسته له زندانه‌یې د ژوند لوری نه‌دی معلوم.

وروسته له څو ورځو په دې بریالي شو چې د امن کورونو نه يوه ته‌يې لاړ شو، چېرته چې ښځې او نجونې له زندان نه وروسته ساتل کېږي.

راپور د فرحناز د ژوند له کیسې پیلېږي، فرحناز غواړي له کوره بهر خپلې دندې ته دوام ورکړي، خو د خاوند له‌خوا ګواښل کېږي چې بالاخره‌یې د ژوند ناخوالې تر زندانه رسوي.

نوموړې وايي، مور او پلار مې هم کور ته نه‌پرېږدي او راته وايي چې ته نامزاده شوې یې.

نوموړې زیاته کړه:

"پر ما یې نفقه لږه لږه بنده کړه، په خپله يو عیاش و او زه‌یې وهلم ټکولم، هغه ځان ته ژوند جوړ کړ، خو ما چې دومره دردونه او ظلمونه ولیدل دلته د امن په کور کې بندیوانه یم."

هغه ښځې او نجونې چې د امن په دغو کورونو کې ساتل کېږي شمېر یې ۲۵ تنو ته رسېږي چې د ژوند کیسې يې باید واورېدل شي.

ښځینه زندانیانې
ښځینه زندانیانې

۲۸ کلنه شهناز چې له درده ډکه کیسه‌یې په څېره له ورایه ښکاري تازه له زندانه د امن دې کور ته راغلې.

شهناز وايي، مور او پلار مې ښوونځي ته له تګ نه منع کولم، خو ما نه‌منله، بالاخره مې د تېښتې لار غوره کړه او له نیول کېدو وروسته زنداني شوم.

دا وايي، خپلې کورنۍ سره بېرته يوځای کېدو ته شېبې شماري، خو په خبره‌یې ښايي دا کار یې په مرګ تمام شي.

شهناز وویل:

"په جسمي او روحي لحاظ ماته شوې وم او نور مې د ظلمونو توان نه‌درلود، نږدې اووه کاله کېږي چې په دغه حمایوي مرکز کې ژوند کوم."

له زندانه د خوشې شویو ښځو او نجونو په منځ کې داسې ښځې او نجونې هم شته چې د قتل، اخلاقي فساد او حتی د انساني قاچاق په جرم زنداني شوې وې.

دوی وايي، نه‌یې کورنۍ او نه هم ټولنه ورته په ښه سترګه ګوري چې دا د دوی لپاره تدریجي مرګ دی او نه‌غواړي چې په دې اړه زموږ سره خبرې وکړي.

ّپه زوره ودول، ناوړه چلند او عاشقانه اړیکې هغه نور عوامل او تورونه دي چې دغه ښځې او نجونې یې له کورونو لیرې تر زندانه رسولي.

د دغو ښځو او نجونو ترمنځ يوه مشترکه نقطه چې دوی یې له کورنیو بېلوالي ته اړ کړي هغه د کورنیو تحمیلي غوښتنې دي چې دوی ورته غاړه نه‌ده ایښې.

ښځینه زندانیانې
ښځینه زندانیانې

​۲۰ کلنه سوسن چې د لاسونو او مخ يوه برخه‌یې سوځېدلې خپله دردونکې کیسه له يوې پوښتنې پیلوي.

هغې وپوښتل،

"ایا يوه ۱۵ کلنه پېغله دې ته حاضره ده چې د يوه داسې سړي سره چې یوه ښځه او درې اولادونه لري واده وکړي؟"

"کله چې زه ۱۵ کلنه وم مور او پلار مې يوه واده کړي سړي سره واده ته اړه کړم، له واده څو میاشتې وروسته‌یې پر ما ظلمونه پیل کړل، زه به‌یې وهلم ټکولم او کله چې به مې پلار وویل، نو هغه به راته ویل چې زموږ د عزت ساتنه وکړه، هر څه چې کېږي ويې زغمه، لومړۍ مېرمنې يې له ما نه د يوې غلامې په شان استفاده کوله او زه‌یې بې‌حیايۍ ته مجبورولم، د خپل عزت ساتلو لپاره ما سره له تېښتې پرته بله لار نه‌وه، غواړم کور ته لاړه شم، خو فکر نه‌کوم چې تر مرګه له دې ځایه ووځم."

د ښځو او نجونو د حقونو نه د ملاتړ ادارې په عدلي او قضايي بنسټونو کې فساد او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو نه‌محاکمه کېدل، له کوره د ښځو او نجونو د تېښتې او په جرمونو د اخته کېدو لاملونه ګڼي.

په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمان وايي، اسلام د بخښنې او همدردۍ دین دی او حتی هغه ښځې چې د اخلاقي فساد او قتل په تور زنداني شوي وي قانون ورته د بخښنې حق ورکوي او د دوی کورنۍ حق نه‌لري چې دوی سره ناوړه چلند وکړي او له کوره‌یې تېښتې ته اړ کړي.

خو له دې ټولو سره سره د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، که نارینه هر ډول جرم وکړي د کور دراوزې یې پر مخ خلاصې وي، خو که يوه نجلۍ يا ښځه د تاوتریخوالي په وړاندې خپل غږ پورته کړي او د کورنۍ د تحمیلي غوښتنو له امله کور پرېږدي، نو بیا کورنۍ یې ورته په بده سترګه ګوري.

د دغه کمېسیون يوه کمېشنره لطیفه سلطاني وايي، که څه هم دغه ښځې او نجونې له زندانه تر خلاصېدو وروسته په امن کورونو کې ځینې حرفې هم زده کوي، خو د يو ځینو یې لا هم برخلیک نه‌دی معلوم.

اغلې سلطاني وايي، د یو لړ محرومیتونو او بې‌کارۍ له امله دغه ښځې او نجونې د بیا ځل لپاره په ناوړه کارونو لاس پورې کوي.

زنداني مېرمنې حرفوي زده‌کړې کوي
زنداني مېرمنې حرفوي زده‌کړې کوي

دا زیاتوي:

"کله چې دوی له زندانه خلاصې شوي او کورنیو نه‌دي منلي او کار هم ورته نه‌دی پیدا شوی او بې‌خوراکه څښاکه پاتې شوي، نو فحشا او نورو جرمونو ته اړ شوي. کمېسیون تل له دولت نه په دې برخه کې د يو لړ کارنده اقداماتو غوښتنه کړې څو د دغو ښځو او نجونو د ژوند لپاره یو څه وکړي، خو لا هم زیاتره دغه ښځې او نجونې بې‌برخلیکه دي او د دولت امکانات هم دومره کافي نه‌دي."

اغلې سلطاني وايي، پر يوې داسې طرحې کار کوي چې له مخې به‌یې يو شمېر دغه ښځې او نجونې له يو لړ زده‌کړو وروسته په امنیتي بنسټونو کې جذب شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، په دې برخه کې د ښځو د حقونو نه د ملاتړ کوونکو بنسټونو کار هم چندانې محسوس نه‌دی او دوی يوازې د ښځو د حقونو په نوم مرستې حیف او میل کوي او زیاتره دردېدلې ښځې او نجونې د زندانونو د تورو میلو شا ته د ژوند ترخې شپې سبا کوي.

له دې ډلې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین يون وايي، هغه دولتي بنسټونه چې له زندان وروسته د ښځو او نجونو په برخه کې مسؤلیت لري چې دوی خپلو کورونو ته وسپاري هم خپل کار په سمه توګه نه‌دی کړی.

اغلې يون وايي، که د ښځو او د نجونو د حقونو نه د ملاتړ بنسټونو او اړوندو دولتي ادارو په دې برخه کې خپل کار په سمه توګه ترسره کړی وی، نو تر يو بریده به د هغو ښځو او نجونو چې له زندانه خلاصېږي ستونزې هوارې شوې وی.

ارین یون
ارین یون

نوموړې زیاته کړه:

"حکومت هم دې مسئلې ته پاملرنه نه‌کوي، په داسې حال کې چې دوی ته باید د کار او ژوند زمینه برابره شي، کورنۍ هم باید له دغو ښځو او ماشومانو سره ناوړه چلند ونه‌کړي، د حکومت د نه‌پاملرنې له امله د دغو ښځو ژوند ورځ تر بلې خرابېږي."

اغلې يون د کورنیو چارو وزارت نه غواړي، هغه ښځې او نجونې چې له زندانه خلاصېږي او بې‌برخلیکه دي، کورنیو ته‌یې د بېرته ستنېدو لپاره لازم تدابیر ونیسي.

  • خو دغو پوښتنو او غوښتنو ته د کورنیو چارو وزارت ځواب څه دی؟

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، دغه وزارت د هغو ښځو او نجونو لپاره چې له زندانونو ازادېږي ځانګړې پالېسۍ جوړې کړي چې له مخې یې دغو ښځو او نجونو ته کاري او د ښه ژوند زمینې برابرېږي.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"موږ دغو خویندو لپاره هر ډول همکاري چې دوی وغواړي، لکه د امنیت، کاري زمینې او ښه ژوند امکانات برابرولو ته چمتو یو. که دوی له کومې ستونزې سره مخ وي، دوی کولای شي راشي او خپله ستونزه موږ سره شریکه کړي څو موږ دغه موضوع وڅېړو."

  • خو دا چې د ښځو د حقونو نه د ملاتړ بنسټونو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره څه کړي؟

مدني فعاله نسرین رسا وايي، د ښځو د حقونو نه د ملاتړ يو شمېر بنسټونو د هغو ښځو او نجونو لپاره چې له زندانه خلاصېږي د هغوی د ژوند د ښه‌والي او تاوتریخوالي نه د خلاصون لپاره څه نه‌دي کړي.

اغلې رسا وايي، د ښځو د حقونو نه د ملاتړ بنسټونه دومره امکانات نه‌لري چې په دې برخه کې کارنده ګامونه واخلي.

د دې په خبره په دې وروستیو کې د هغو ښځو او نجونو په شمېر کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی چې په امن کورونو کې اوسي.

نوموړې وايي، په امن کورونو کې د دغو ښځو او نجونو لپاره د حرفې او د کار زده‌کړې زمینې مساعدې شوې دي څو له دې لارې د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG