د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

ارزګان کې ولایتي شورا او هټۍوال وايي د ارزګان ــ کندهار لار دې پرانېستل شي


د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې یو شمېر هټۍ‎وال وايي چې په دغه ولایت کې په‎دې وروستیو کې د ارزګان ــ کندهار ترمنځ د لارې د تړلو له کبله د خوارکي او غېرې خوارکي توکو بیې د پخوا په پرتله څو چنده لوړې شوي او د غریب‎کاره خلکو کاروبار په ټپه دریدلی دی.

دوی له دولته غوښتنه کوي چې د دغه اعتراض کوونکو ستونزې ور حل کړي او لاره دې خلاصه کړي.

بل خوا بیا د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین د کندهار ـ ارزګان له چارواکو غوښتنه کوي چې د دغه اعتراض کوونکو ستونزې ورحل کړي او یاده لار دې سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره نه‎کاروي.

دا چې اعتراض کوونکي په ټوله کې نیوکې د کندهار پر امنیتي مسؤلینو کوي، خو هغوی بیا له‌دې وړاندې له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خلکو دغه خبرې رد کړې وې.

د ارزګان ولایتي اداره بیا هم د پخوا په څېر وايي چې د خلکو دغه ستونزې یې تر مرکزي ادارې رسولي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‎دې اړه د کورنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره خبرې وکړي، خو بریالی نه‎شو.

ارزګان کې اعتراض کوونکو ځکه لاره تړلې چې د یادې لارې امنیت دې له پولیسو واخېستل شي او ملي اردو ته دې وسپارل شي، ځکه د کندهار په مربوطاتو کې د مېشتو امنیتي پوستو پولیس یې ځوروي، غیرې قانوني پیسې ورڅخه اخلي او سپکې سپورې هم ورته کوي.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‎الله شرافت په‎دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG