د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

ارزګان کې اعتراض کوونکو د ارزګان ــ کندهار لویه لار ټړلې


ارزګان کې اعتراض کوونکو د ارزګان ــ کندهار د لارې د تړل کېدو ترڅنګ، په ترینکوټ ښار کې زرګونه کسانو لاریون وکړ.

دغه اعتراض کوونکي وايي، ځکه یې د ارزګان ــ کندهار ترمنځ لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې او په ښار کې یې لاریونونه پیل کړي چې د دوی په خبره، پر دغه لاره د کندهار په مربوطاتو کې د مېشتو ا منیتي پوستو پولیس یې ځوروي، پیسې ورڅخه اخلي، په زور پوستې پرې جوړوي او سپکې سپورې ورته وایي.

د دوی غوښتنې دادي چې دولت د دغې لارې د امنیت مسؤلیت دې له پولیسو، ملي اردو ته ورسپارل شي او د دوي په خبره، څو مال، عزت، ناموس او سرونه يې خو ندي شي.

په ورته وخت کې بیا د ارزګان د والي مرستیال عبدالواحد پټان وايي چې د یادو اعتراض کوونکو ستونزې یې تر مرکزي ادارې رسولې دي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف شرافت په راپور کې اورېدای شئ.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG