د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې یوه مهمه موضوع په افغانستان کې د سولې او پخلاینې ده.
په دې اړه د ناټو عمومي منشي نن خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر اشرف غني د سولې وړاندیز بېساری دی.
دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د چهارشنبې په ورځ طالبانو په یوې اعلامیه کې څرګنده کړه چې د خندق په نوم پسرلني عملیاتیې په افغانستان کې پیل کړي دي.
د ینس سټولټنبرګ تر دې خبرو وروسته په ناټو کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړې استازې کي بیلي هاچیسون ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو د اعلان په اړه وویل چې دا د ولسمشر غني له قید او شرطه پرته د سولې د وړاندیز د ردېدو په معنی نهده، ځکه چې له هغو کسانو سره چې له طالبانو سره په تماس کې دي، خبرې روانې دي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روان لمریز کال په پیل کې ویلي و چې دا کال به د سولې او پخلاینې کال وي او په دې برخه کې به هڅې پراخې کړي.
کابل هر وخت پر دې ټینګار کړی دی چې اسلاماباد دې د طالبانو مشران د سولې خبرو ته چمتو کړي.
په ناټو کې د امریکا د متحده ایالاتو استازې مېرمن هاچیسون وویل چې د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیسي او دغه هېواد باید پوه شي چې له نړیوالې انزوا سره مخامخ دی.
پاکستان وایي چې دوی په لسګونه زره پوځیان له افغانستان سره پر پوله ځای پر ځای کړي او د دې لپاره چې ترهګر پر سرحد یوې او بلې خوا ته تېر نهشي د اغزن سیم د غځېدو چارې یې پيل کړې دي.
د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې او پخلاینې پر مسئلې بحث وشي.
مېرمن هاچیسون په افغانستان کې د ازادو او شفافو انتخاباتو ترسره کول مهم وبلل او ویېویل چې د دې انتخاباتو د امنیت ټینګېدو لپاره هلې ځلې روانې دي.
- پخواني معلومات
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ وکړ او ویېویل چې د افغانستان لانجه پوځي حل لاره نهلري.
د بلجیم په مرکز بروکسل کې سټولټنبرګ خبري غونډې ته وویل:
"موږ به د سولې او پخلاینې پر موضوع تمرکز وکړو، موږ له طالبانو سره د سولې په برخه کې د ولسمشر غني د بېساري وړاندیز هرکلی کوو، ناټو د سولې د یوه چاپېریال د رامنځته کولو د زمینې لپاره مرسته کړې، موږ د پوځیانو د زیاتېدو او مالي ملاتړ ژمنه نوې کړې ده."
د افغانستان ولسمشر د فبرورۍ په ۲۸مه د کابل پروسې د دوهمې غونډې پر مهال طالبانو ته د سولې لپاره نوې طرحه وړاندې کړه او پرته له څه قید او شرطهیې هغوی ته بلنه ورکړه چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.
ولسمشر غني ژمنه کړې ده چې طالبان به د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني، د کابل په ګډون په هر ځای کې چې وغواړي، د خبرو د پیل لپاره به ورته دفتر پرانیستل شي او زندانیان بهیې هم خوشې شي.
د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به سبا د افغانستان د سولې پر مسئلې بحث وشي.
دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د چهارشنبې په ورځ طالبانو په یوې اعلامیه کې څرګنده کړه چې د «خندق» په نوم پسرلني عملیاتیې په افغانستان کې پیل کړي دي.
تر دې اعلان مخکې ډېرو په افغانستان کې داسې باور کاوه چې وسلهوال طالبان د ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ د ۲۸مې نېټې د سولې پر وړاندیز غلي پاتې شوي دي.
د ناټو په مرکز کې به د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د جمعې په ورځ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتېدو پر مسئلې هم غور وشي.
د ناټو ۲۹ غړي هېوادونه او د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکات کې د ناټو د ۱۰ نورو هېوادونو د پوځیانو شمېر اوس په افغانستان کې شااوخوا ۱۵۰۰۰ دی.
د ناټو عمومي منشي په نننۍ خبري غونډه کې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته چې ټاکل شوې ده د تلې په ۲۸مه ترسره شي، اشاره وکړه او ویېویل چې ناټو به د دې انتخابو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.