د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

د ملي شورا یو شمېر غړي: ناټو دې د جګړې پر ځای پر سولې ډېر تمرکز وکړي


د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي وايي، ناټو سازمان باید د جګړې پر ځای پر سولې ډېر تمرکز وکړي.

د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي تمه ښيي چې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې کېدونکې پرېکړه به د افغانستان په عمومي وضعیت مثبت اغېز وکړي.

د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو د کمېسیون رئیس هاشم الکوزي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۰۶» ازادي راډیو ته وویل، د ناټو غړي هېوادونه باید پر سولې د ډېر تمرکز له‎لارې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته وکړي.

هاشم الکوزی
هاشم الکوزی

ښاغلی الکوزی وايي:

"جنګ د حل‎لاره نه‎ده موږ دا وایو چې دوی باید پوځیان افغانستان ته راونه‎لېږي، بلکې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت په برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي."

د افغانستان د سولې او جګړې په اړه د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان استازي په‎کې نه‎شته.

یوې حکومتي سرچینې د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ناټو د بروکسل په ناسته کې د ګډون لپاره افغان حکومت ته بلنه نه‎ده ورکړې.

خو په بروکسل کې د ازادي راډیو خبریال د ناټو د چارواکو له قوله وايي چې په سږنۍ ناسته کې یوازې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته بلنه ورکړل شوې ده.

د ازادي راډیو د خبریال د معلوماتو له‎مخې د ناټو په ناسته کې د افغانستان ګډون وار له‎مخه په اجنډا کې نه‎و شامل، نو ځکه بلنه هم نه‎ده ورکړل شوې.

ناټو د بروکسل غونډه کې افغانستان ته بلنه نه‎ده ورکړې.

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې به د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو ناسته سبا پیل او د دوو ورځو لپاره به دوام وکړي.

تمه ده چې په دغې ناسته کې د افغانستان د سولې او جګړې په اړه مفصل بحثونه وشي.

د ناټو مرستیال ویاند پېرز کزالې ازادي راډيو ته ویلي چې ناټو دې ته ژمنه ده چې له افغان ځواکونو سره مرستې زیاتې کړي، څو د نړیوال ترورېزم په ځپلو کې تر ډېره په خپلو پښو ودرېږي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون مرستیال علي اکبر قاسمي بیا وايي، ناټو په هغه ډول چې لازمه وه له افغان ځواکونو یې ملاتړ نه‎دی کړی.

نوموړی وايي:

"سمه ده چې دوی وايي، موږ د افغانستان له خلکو ملاتړ کوو، خو په کومه بڼه چې په تېر کې دوی له افغان ځواکونو ملاتړ کړی اغېزمن نه‌وو، نو ځکه د افغانستان خلک په ناټو بې‌باوره شوي دي."

د ښاغلي قاسمي په خبره که ناټو په رښتیا هم په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د افغان ځواکونو د پیاوړتیا اراده لري، باید په سوله او جنګ دواړو برخو کې مهم رول ولوبوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG