د ایران د وروستي پاچا تبعید شوی زوی رضا پهلوي وايي، تهران ته نږدې د «شهر ری» په زیارت کې موندل شوی مومیایي مړی ښايي، د ده د نیکه رضا شاه پهلوي وي.
رضاشاه پهلوي د ایران د پهلوي پاچاهۍ د لړۍ بنسټ ایښودونکی بلل کېږي چې د ده زوی محمد رضا شاهیې وروستی پاچا و.
رضا پهلوي چې اوسمهال په امریکا کې په تبعید کې اوسېږي ویلي، د لومړي ځل لپاره چې ده او کورنۍ یې په «شهر ری» کې د رضاشاه په ویجاړ قبر کې د دې مومیایي شوي مړي د موندنې خبر واورېده، نو د دې راپورونو د کرهکولو هڅې یې پیل کړې او پهدې ترڅ کې یې د نویو معلوماتو په راټولولو او څېړنه پیل وکړ.
رضا پهلوي په یوه بیان کې ویلي، له ډېرو څېړنو وروسته دوی باوري شوي چې دا مړی به په غالب ګومان د ده د نیکه رضاشاه پهلوي وي.
پهلوي هغه زیارت ته نږدې خښ دی چې مومیايي شوی مړی ترې ترلاسه شوی دی.
لهدې مخکې د تهران د ښاروالۍ د کلتوري میراثونو او تورېزم د کمېټې مشر ویلي و، امکان لري چې موندل شوی مومیایي مړی د رضاشاه پهلوي وي، خو د زیارت یوه متولي دا راپورونه رد کړي او تشې اوازې یې بللې دي.
رضا پهلوي له ایراني چارواکو غوښتي چې دا مومیايي مړی د پوره پېژندنې او په سمه طریقه د خښولو لپاره معتبرو متخصصانو او ساینسپوهانو ته چې د دوی کورنۍ بهیې غوره کړي وسپاري.
رضا پهلوي په خپل بیان کې ویلي چې دا د ده شخصي او کورنۍ غوښتنه نهده، بلکې د کلتوري او تاریخي اهمیت لرونکې مسئله ده، ځکه د ده نیکه په ټولو ایرانیانو پورې اړه لري.
رضاشاه په ۱۹۴۱ میلادي کال کې دې ته اړ ایستل شو چې واک خپل زوی ته وسپاري او په خپله په ۱۹۴۴ میلادي کال کې په جنوبي افریقا کې مړ شو.
د نوموړي مړی وروسته قاهرې ته او هلته له مومیايي کېدو وروسته ایران ته ولېږدول شو او د «شهر ری» زیارت ته په یوه نږدې مقبره کې خښ شو.
دا مقبره په ۱۹۷۹ میلادي کال کې له اسلامي انقلاب وروسته د قاضيالقضات ایتالله خلخالي په امر د یوې انقلابي ډلې لهخوا ونړول شو.
د رضاشاه پهلوي زوی محمد رضا شاه چې د ایران وروستی پاچا و، د همدې انقلاب په نتیجه کې له واکه لیرې شو.
خلخالي چې د سلګونه کسانو په اعدام تورن دی، وروسته په خپلو خاطراتو کې ولیکل چې د سلطنتي کورنۍ غړو له انقلاب وروسته د رضاشاه پهلوي مړی له ځان سره بهر ته یوړ، خو د پهلوي کورنۍ دا ادعاوې ردولې او ویلیې چې دا مړی په ایران کې دی.
رضا شاه پهلوي له خپل هېواده د فارس نوم لیرې کړ او د ایران نومیې ورته غوره کړ.
همداراز په ایران کې د عصري او مدرنې دورې د راوستو امتیاز هم ده ته ورکول کېږي.