په ارمنستان کې زرګونه کسان د پلازمېنې ایروان په عمده څلور لارې کې راټول او د صدراعظم سرژ سرکیسیان د استعفا خبر یې ولمانځه.
د ارمنستان د وروستیو اعتراضونو مشر نیکول پاشینیان د صدراعظم سرژ سرکیسیان تر استعفا وروسته خلکو ته په وینا کې ویلي چې پهدې مظاهرو کې هېڅ بهرنی هېواد ښکېل نهوو او هغهیې د ده په وینا کاملاً ارمني مخملي انقلاب وباله.
نیکول پاشینیان په جمهوري څلور لاري کې له خپلو پلویانو سره یوځای د سرژ سرکیسیان د نهمنلو شعارونه ورکړل.
پاشینیان دا هم وویل چې دی به نن سې شنبه د سرپرست صدراعظم کارن کاراپتیان «Karen Karapetian» سره د واک د سولهییز انتقال په اړه بحث وکړي.
پاشینیان هیله وښوده چې د سرکیسیان د جمهوري غوښتونکي ګوند مشران په ښکاره او پرته له قید او شرطه د خلکو د مخملي او سولهییز انقلاب بری ومني.
پاشینیان غوښتنه وکړه چې د مظاهرو پر مهال ټول نیول شوي اعتراض کوونکي باید خوشې شي.
یوه ورځ وروسته له هغه چې سرژ سرکیسیان د مخالفینو له لوري د استعفا غوښتنه رد کړه، د دوشنبې په ورځ په یوه ځانګړي اقدام سره د صدراعظم له دفتره په یوې اعلامیه کې د نوموړي د استعفا خبر خپور شو.
په اعلامیه کې راغلي چې سرکیسیان د پاشینیان او نورو هغو اعتراض کوونکو غوښتنه مني چې له ۱۱ ورځو راهیسې یې مظاهرې کړې دي.
د صدراعظم د دفتر پر وېبپاڼه خبرپاڼه کې د سرژ سرکیسیان له قوله راغلي چې وایي:
"د لارو کوڅو مظاهرې زما پر وړاندې دي. زه ستاسو غوښتنه پوره کوم. نیکول پاشینیان سم ویل او زه په تېروتنه کې وم."
اعلامیه د سرکیسیان له قوله زیاتوي چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره به له زوره کار وانهخلي.
هغه ویلي:
"په اوسنیو حالاتو کې د شخړو د هواري لپاره ډېرې حللارې شته، خو وایي زه بهیې یوه هم انتخاب نهکړم، دا زما تګلاره نهده. زه د هېواد مشري او د ارمنستان د صدراعظمۍ څوکۍ پرېږدم."
سرژ سرکیسیان د اپرېل پر ۱۷مه د دغه هېواد د پارلمان لهخوا د صدراعظم په توګه تأیید شو.
تر هغه یوه اوونۍ دمخه د ولسمشر په توګه د هغه دوهمه دوره دنده پای ته رسېدلې وه.
د ده ځای ناستی آرمن سارګسیان چې له سرژ سرکیسیان سره کوم تړاو نهلري، د اپرېل پر نهمه د ولسمشر په توګه لوړه پر ځای کړه.
د قانون د هغه تعدیل له مخې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د سرژ سرکیسیان د ولسمشرۍ پر مهال شوی و، اوس پهدغه هېواد کې صدراعظم تر ولسمشر ډېر واک لري.
د صدراعظم د استعفا خبر دوه ساعته وروسته له هغه خپور شو چې پاشینیان او دوه نور په پارلمان کې د اپوزېسیون غړي له قیده خوشې شول.
دوی یوه ورځ وړاندې د دې مظاهرو د تنظیم په تور نیول شوي وو چې په پلازمېنه کې یې ګڼې ترافیکي ستونزې راپورته کړي او نورو ښارونو ته هم وغځېدې.
دغه مظاهرې د پخواني شوروي اتحاد په یوه جمهوریت کې یوه نادره پېښه ده چې د ولسي اعتراض په نتیجه کې یو پیاوړی سیاسي بدلون راغی.
روسیې د ارمنستان له خلکو سره خپله همغږي اعلان کړه او دغهراز د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدریکا موګرېني د ویاند لهخوا په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه هېواد د روان وضعیت د ژر او سولهییز حل لپاره د ټولو سیاسي اړخونو په ګډون مذاکرات مهم دي.