د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د انتخاباتو کمېسیون به تر څو ساعتونو پورې د ټاکنو زماني جدول اعلان کړي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو چارواکی وایي، د انتخاباتو زماني جدول نن تر غرمې مخکې په رسمي ډول اعلانېږي.

د دغه کمېسیون یوه غړي سید حفیظ‎الله هاشمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دغه زماني جدول د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د بهیر په اړه جزئیات تشریح کوي.

هاشمي زیاته کړه :

"څو تاریخونه مشخص دي چې په کومو نېټو نوماندان خپل نومونه لیکي، د شکایتونو د ثبتولو ورځې کومې دي، لومړني او وروستي نتایج څه وخت اعلانېږي، دا ټول هغه جزئیات دي چې په‎دې بهیر پورې اړه لري چې په مفصل ډول به نن پر نهه نیمو بجو اعلان شي."

حفیظ‎الله هاشمي
حفیظ‎الله هاشمي

د انتخاباتو د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د حمل میاشتې پر ۲۵مې په ټول افغانستان کې پیل شو.

ښاغلي هاشمي وویل، تر اوسه د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې څه باندې ۲۰۰ زرو کسانو نومونه لیکلي چې په وروستیو څو ورځو کې تر ټولو لوی شمېر په کابل او تر ټولو لږ شمېر په میدان وردک کې ثبت شوي دي.

په همدې حال کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېره ورځ د وزیرانو شورا په فوق‎العاده غونډه کې وویل چې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې په برخه کې عامه پوهاوی لږ وو.

ښاغلي عبدالله د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل:

"څلور ټاکنې د همدې بهیر په بریالیتوب پورې تړلې دي. که خدای مه‎کړه دا بهیر کامیاب نه‎شي، وروسته به د هېواد سیاسي وضعیت له ناخوالو سره مخامخ شي."

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

دغو اندېښنو ته د انتخاباتو د کمېسیون غړي په ځواب کې وویل چې په لومړي سر کې کمېسیون هم د لږ کسانو د نوم لیکنې په اړه اندېښنه درلوده، خو وایي؛ وروسته دا شمېره لوړه شوه.

د سید حفیظ‎الله هاشمي په خبره سره له‎دې چې خلک له ناامنیو څخه اندېښمن دي، پر دې بهیر یې باور تر یوه حده کم شوی، خو هیله یې وښوده چې د انتخاباتو د بهیر د زماني جدول په اعلانولو سره به دغه شمېرې نوري هم لوړې شي.

د افغاستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د میزان میاشتې ۲۸مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره ټاکلې ده.

XS
SM
MD
LG