د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

روغتیا وزارت: په هېواد کې د ۱۴ سلنه مړینې کچه د زړه او رګونو ناروغي جوړوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د ۱۴ سلنې مړینو کچه د زړه او رګونو ناروغي جوړوي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د دوی د معلوماتو پر اساس دا مهال د نارینه‌وو په پرتله ښځینه‌وو کې د زړه ناروغي مخ په پراخېدو ده.

د دغه وزارت د معالجوي طب رئیس محب‌الله ځير دا خبرې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۹» په «مېرمنو کې د زړه او رګونو د نارغیو» په نوم د لومړني ملي سمپوزیم په څنډه کې رسنیو ته وکړې.

نوموړي وړاندې وویل:

"له بده مرغه په هېواد کې ۱۴ سلنه د مړینو کچه د زړه او رګونو ناروغۍ جوړوي، تخمین داسې ښیي چې د زړه ناروغۍ ډېرې دي، لامل دا دی چې د امیندوارۍ پر مهال د ښځو په زړه باندې ډېر بوج راځي او بل روانو ناخوالو د دوی پر ژوند ناوړه اغېز کړی."

د یو شمېر نړیوالو څېړنو پر اساس هر کال په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۱۷ میلیونه انسانانو په مړینې سره، د زړه او رګونو ناروغیو یا «Cardiovascular Disease» د انسانانو د وژونکو رنځونو په سر کې ځای موندلی دی.

همدارنګه وېره ښودل شوې چې تر راتلونکو ۲۰ کلونو پورې به دا شمېره په کال کې تر ۲۳ میلیونه انسانانو هم واوړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د زړه او رګونو د ناروغیو په اړه تریخ حقیقت دا دی چې له دې ناروغیو نه د زیان لویه برخه بې‌وزلو هېوادونو ته رسېږي چې د مړینو ۸۰ سلنه پېښې په همدې هېوادونو کې پېښېږي.

د زړه حمله یا «قلبي سکته» چې د زړه د رګونو د بندېدو له کبله پېښېږي د زړه د رګونو د ناروغیو تر ټولو ځورونکې پایله ده چې ډېری وخت د انسان په مړینه تمامېږي.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه د جوړ شوي لومړني ملي سمپوزیم په څنډه کې یو شمېر ښځينه ډاکترانو وویل چې یاد سمپوزیم به د ډاکترانو د ظرفیت لوړولو لپاره ګټور تمام شي.

نسرین اوریاخېل
نسرین اوریاخېل

ډاکتر نسرين اورياخېل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دا ډول سمپوزیم جوړول یو ښه نوښت دی او د ډاکترانو د ظرفیت لوړولو لپاره دا اړتیا ده او باید دا ډول هڅې نورې هم زیاتې شي."

د ځینو روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د زړه او رګونو ناروغي د افغانانو درېیم ستر وژونکی عامل بلل کېږي.

په همدې حال کې یو شمېر روغتیايي متخصصین وايي، په افغانستان کې د هرې مړینې د لامل پلټنه نه‌کېږي او په وینا یې که چېرې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دغې ناروغۍ مخنیوي ته جدي پاملرنه ونه‌کړي دا شمېره به په حیرانوونکې توګه لوړه شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG