د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

روغتیا وزارت: ماشومانو کې سرطاني ناروغۍ زياتې شوي


د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، د تېرو کلونو په پرتله دا مهال په ماشومانو کې د سرطاني ناروغيو شمېر مخ په لوړېدو دی.

د چارواکو په وینا دا مهال په لسګونه ماشومان چې په سرطاني ناروغیو اخته دي د اندراګاندي "د ماشوم د روغتیا" په روغتون کې بستري دي.

په دغه روغتون کې د سرطان په بېلابېلو ډولونو راوړل شوي ماشومان تر ډېره له جګړه ځپلو سېمو را انتقال شوي.

د کابل د اندراګاندي روغتون کې ګڼ شمېر ماشومان له بېلابېلو سرطاني ناروغیو کړیږي چې له بېلابېلو جګړه ځپلو سیمو نه د درملنې لپاره کابل ته را انتقال شوي دي.

په دغو ماشومانو کې دولس کلن نصرت الله له ارزګان نه راوستل شوی.

نصرت الله په ژړغونې غږ ازادي راډيو ته وویل چې له سختو دردونو کړیږي:

"مدرسه مې ویلې چې لومړی ستوني کې راته مرغړۍ پورته شوه، کندهار ته لاړو هلته ډاکټر خط راکړ چې ورشئ صحت طفل ته؛ دغلته راغلو، اوس مې ستونی سخت درد لري، خوب راته نه راځي چې وټوخیږم زړه مې بدیږي."

د نصرت الله مور هم په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې څڅېدلې وايي، له یو کال راهیسې یې زوی دلته بستري دی خو تر اوسه نه‎دی روغ شوی:

"ګل پرې یم، له ارزګانه راغلې یم، زوی سره مې له یوه کال راهیسې بستري یم، په ارزګان کې له ډېرو معایناتو وروسته ډاکټرانو راته ځواب راکړ چې ماشوم مو کابل ته بوځئ؛ اوس دلته ډاکټرانو درمل ورکړ خو تراوسه ښه نه‎دی."

د اندراګاندي سرطاني واټ کې د راحت الله په نوم یو بل ماشوم هم شته چې له میدان وردګو ولایت نه یې دې روغتون ته راوړل شوی.

دی وايي، ناروغي یې د پښو له دردونو پیل شوه خو وايي د ډاکټرانو له درملنې وروسته یې دردونه کم شوي دي:

"لومړی مې پښه مې خوږېده، ډېر ترې په تنګ وم؛ اخر کابل ته راغلو دغلته د پنځوسو ورځو راهیسې بستري یم اوس شکر دی."

د اندراګاندي روغتون د سرطاني ناروغانو برخه کې یو وړوکی ماشوم هم دغه روغتون کې بستر دی چې د مور په وینا یې د وینې سرطان لري:

"زما د ماشوم تکلیف ډاکټرانو د وینې سرطان یاد کړی له اتو میاشتو راهیسې بستر دی اوس د خدای په فضل ښه شوی دی."

سعدیه بیا هغه ماشومه نجلۍ ده چې د کابل له احمد شاه بابا مینې راغلې او له څو ورځو راهیسې د اندراګاندي روغتون په دغه برخه کې بستر ده:

"د ګیډې دردونه راته پیدا شوي، سخته ورته سره تکلیف کې یم، دوا خورم خو تر اوسه هېڅ اغېز یې نه‎دی کړی لا دردونه مې زیات شوي دي."

سرطان وېرونکې اصطلاح ده چې په دې وروستیو کې یې د انسانانو له ژوندانه سره تړاوو راښکاره شوی دی؛ خو په‎خپل وخت ډاکټر ته د مراجعې له لارې کولای شو د سرطان له ځینو بڼو ځانونه وژغورو او خپل روغ ژوند له سره پیل کړو.

خو د سرطاني څېړنو د نړیوالې ادارې له لوري له خپرو شویو شمېرنو سره سم په وروستیو څو لسیزو کې د ماشومانو په منځ کې سرطان ناروغۍ زیاتې شوې دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د معلومات له مخې د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په هرو یو میلیون ماشومانو کې ۱۴۰ تنه تر ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان په یو ډول سرطان اخته شوي یا یې سرطان تشخیص شوی او له دې ښکاري چې په ماشومانو کې د سرطان اندازه په سلو کې ۱۳ زیاته شوې ده.

روغتیا وزارت: ماشومانو کې د سرطاني ناروغيو شمېر په لوړېدو دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

د هډوکو دوامداره دردونه، دوامداره تبه، تکرار خونرېزي، دوامداره کم خوني، له پزې د وینې بهېدل، د معدې دوامداره دردونه او زړه بدوالی، په ځان کې د ځينو لکو پيدا کېدل او د بطن غټېدل د سرطان له ځنېو نښو شمېرل کېږي.

په ورته وخت کې یو شمېر ډاکټران بیا تائیدوي چې جګړې او انتحاري بریدونه په ماشومانو کې د وینې د سرطان د ناروغیو په زیاتېدو کې رول لري.

په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو د داخله برخې متخصص ډاکټر محمد عارف حسن‎زی وايي، هغه ماشومان چې دغه روغتون کې بستري دي تر ډېره له جګړه ځپلو سېمو راوړل شوې دي.

نوموړی وايي:

"تاسې وکتل چې دغه سرطاني ناروغان ترډېره له هغو سېمو راوستل شوي چې هلته جنګ دی لکه ارزګان، بغلان، وردګ او نورو سېمو راغلي جنګ نه یوازې په نورو برخو بلکې له امله یې بېلابېلې ناروغۍ پيدا کېږي."

ډاکټر حسن‎زی دغه شان وايي، په تېر لمریز کال کې ۱۸۲ ماشومان چې د وینې په سرطان اخته وو دغه روغتون ته انتقال شوي چې په وینا يې له دې ډلې ۲۷ماشومانو مړه شوي دي.

نوموړي هدغه شان وویل، که د وینې په سرطان د اخته ناروغان په وخت درملنې ته راوړل شي د علاج وړ دي.

د اندراګاندي روغتون چارواکې وايي، د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره تر یوه حده امکانات لري خو هېله څرګندوني چې په راتلونکې کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص لپاره دغه مرکز نور هم مجهز شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

دا راپور غږ کې هم اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG