د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

نی وايي، په هرات کې د رسنیو وضعیت بحراني دی


په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکې اداره "نی" وايي، په هرات کې د رسنیو وضعیت بحراني دی.

د دغې ادارې په نوې څېړنه کې راغلي چې امنیتي ستونزې، اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی او له رسنیو سره د حکومت تقابل له مهمو ننګونو څخه دي.

د دغې ادارې اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۸» په کابل کې خبریالانو ته وویل، په هرات کې د رسنیو وضعیت بحراني دی او حکومت باید د ستونزو د څېړلو لپاره یو پلاوی دغه ولایت ته واستوي.

د نی ادارې اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر
د نی ادارې اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر

دی وايي:

"حکومت له رسنیو سره په تقابل کې دی او د خبریالانو د مصونیت په تړاو هېڅ ډول اقدام نه‎دی ترسره شوی، همدارنګه د دولتي ادارو ویاندویان په خبري کنفرانسونو کې د خبریالانو پوښتنو ته ځواب نه‌ورکوي، زموږ د څېړنو پر اساس د هرات د رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی او باید یو پلاوی دغه ولایت ته واستول شي، ترڅو جدي څېړنه وکړي."

دغه اداره وايي، په‎دې وروستیو کې د هرات په یوې سیمه‎ییزې رسنۍ باندې حمله او د یوه سیمه‎ییز ټلوېزیون د خبریال وهل ټکول او بیا بندي کول او لسګونه نورې قضیې د خبریالانو په وړاندې له مهمو ستونزو شمېرل کېږي.

په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت د لا خرابېدو په اړه په‎داسې حال کې ویل کېږي چې د "نی" په خبره، دوی په تېرو څو اوونیو کې د خبریالانو په وړاندې د ګواښنې څو قضیې چې د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د عکاس مسعود حسیني، د اریانا ټلوېزیون د عکاس او دغه‌شان د شېبه راډیو د خبر د څانګې د مدیر د وهلو ټکولو قضیې په‎کې شاملې وې، ثبت کړې دي.

خو د هرات چارواکي په‎دغه ولایت کې د رسنیو د ناوړه وضعیت په تړاو راپورونه ردوي او وايي، دوی تل هڅه کړې خبریالانو ته په خپل وخت معلومات ورکړي.

د هرات ښار
د هرات ښار

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل:

"په اوونۍ کې درې ورځې د هرات د ټولو دولتي ادارو رئیسان خبریالانو ته د خپلو فعالیتونو په تړاو معلومات ورکوي او د خبریالانو پوښتنې ځوابوي، همدارنګه د هرات د ولایت مقام لارښوونه او ټينګار دا دی، څو له خبریالانو ملاتړ وشي او ورته اسانتیاوې برابرې شي."

بل‎خوا یو شمېر افغان خبریالان وايي، که د حکومت له‎خوا د خبریالانو وضعیت ته جدي پاملرنه ونه‎شي، د دوی پر وړاندې به تاوتریخوالی او ستونزې نورې هم زیاتې شي او دې سره به په افغانستان کې د بیان ازادي له پوښتنې سره مخ شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG