د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

معلوماتو ته د لاسرسي د مشهورې وسيلې نړیواله ورځ!


نن سې شنبه د راډیو نړیواله ورځ ده، په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې لا هم راډیو د افغانانو لپاره د معلوماتو مهمه وسیله بلل کېږي.

که څه هم په دې وروستیو کې برېښنايي او ټولنیزو رسنیو ته د خلکو لاسرسی ډېر شوی، خو د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره يا «نی» وايي، لا هم د افغانستان ۷۰ سلنه خلک د راډیو تر پوښښ لاندې دي.

د «نی» ادارې اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۴» ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې ډېری خلک له راډیو نه د معلوماتو د ترلاسه کولو او بوختونکې وسیلې په توګه په پراخه توګه استفاده کوي.

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

نوموړي زیاته کړه:

"راډیو تر اوسه پورې هم د خلکو په منځ کې ځانګړی ځای لري او خلک ورنه د معلوماتو د ترلاسه کولو او تفریحي وسیلې په توګه استفاده کوي، راډیو لا هم په ښارونو او لیرو پرتو سیمو کې معلوماتو ته د لاسرسي لپاره يوه مشهوره او مهمه وسیله ده."

ښاغلی خلوتګر وايي، اوس‌مهال د هېواد ۷۰ سلنې نه ډېر خلک د راډیو، ۴۰ سلنه د ټلوېزیون او څه کم ۱۰ سلنه خلک د چاپي رسنیو تر پوښښ لاندې دي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوژۍ وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې په هېواد کې له ۳۰۰ نه ډېرو راډیوګانو د فعالیت جوازونه اخیستي چې له ډلې يې اوس‌مهال شااوخوا ۲۲۰يې فعاله دي.

د «نی» يا د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې د يوه راپور له مخې په تېرو څو کلونو کې نږدې ۱۰۰ رسنۍ د مالي او امنیتي ستونزو له امله تړل شوې دي.

د یو شمېر راپورونو پر اساس په افغانستان کې د غازي امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۰۵ لمریز کال کې راډيو د لومړي ځل لپاره په خپرونو پیل وکړ.

د یادولو ده چې د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې په نړۍ کې د راډيو د جوړولو لپاره هلې ځلې پیل شوې او په ۱۹۱۰ میلادي کال کې په انګلستان، فرانسه او هنګري هېوادونو کې راډيو په ابتدايي خپرونو پیل وکړ، خو په ۱۹۲۰ میلادي کال کې يې خپرونې منظمې او پراخه شوې.

اوس د ټلوېزیون، انټرنټ او ټولنیزو شبکو د بې‌ساري پرمختګ سره سره، لاهم لیدل کېږي چې راډیو خپل ځای ساتلی دی او حتی په پرمختللو هېوادونو کې هم خلک له دغې غږيزې وسیلې څخه د معلوماتو ترلاسه کولو او تفریح لپاره استفاده کوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د راډیو نړيوالې ورځې په مناسب خپل پيغام کې ویلي چې په نړۍ کې هېڅ يوې رسنۍ ته خلک دومره لاسرسی نه‌لري لکه راډیو.

ښاغلي ګوترش ویلي، راډیو د ټولنو د يووالي او پياوړتیا سبب کېږي او د محرومو خلکو او ټولنو غږ ته انعکاس ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په هېواد کې شته امکاناتو ته په کتو او دا چې افغانستان یوه سنتي ټولنه ده راډیو افغانانو ته ځانګړی اهمیت لري.

مومند: راډيو لا هم د لومړي قطار رسنۍ ده.
مومند: راډيو لا هم د لومړي قطار رسنۍ ده.

د دې وزارت ویاند صابر مومند په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"راډيو لا هم په افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې د لومړي قطار رسنۍ ده، په ځانګړې توګه مخ پر ودې هېوادونو کې، په افغانستان کې همدا اوس په کومه کچه چې خلک راډیو ته لاسرسی لري، تصویري او چاپي رسنیو ته لاسرسی نه‌لري."

ښاغلی مومند وايي، دا چې په افغانستان کې د سواد کچه ټيټه او برښنا ته لاسرسی لږ دی، نو ډېری خلک د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له راډیو څخه کار اخلي.

د فبرورۍ دیارلسمه نېټه هر کال په نړۍ کې د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي او دغه ورځ ۷ کاله وړاندې د یونسکو سازمان له لوري ونومول شوه.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG