د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

په ټلوېزیونونو کې د مخالفینو پر ضد د اعلانونو د اغېزو په اړه غبرګونونه


یو شمېر افغانان د افغانستان په ځينو ټلوېزیونونو کې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد خپرېدونکي لنډ پیغامونه ځورونکي بولي او وايي چې دا اعلانونه په روح او روان بد اغېز لري.

دا اعلانونه یا لنډ پیغامونه چې تر ډېره انتحار، چاودنې، وینې او ټوټې ټوټې اندامونه ښيي، د افغانستان په ډېری ټلوېزیونونو کې د عایداتو یوه مهمه سرچینه ده.

عام خلک وايي، دا سوداګریز اعلانونه داسې جوړ شوي چې د دوی په روح او روان بد اغېز کوي او د دې پر ځای چې ښه پیغام ولري، خلک تاوتریخوالي ته هڅوي.

دوی زیاتوي:

"زما نوم هدایت‌الله دی، د هرې ورځې په تېرېدو سره په ټلوېزیونونو کې بدرنګه او د تاوتریخوالي ډک تصویرونه ښيي چې خورا بدې اغېزې کوي، اوس هم په هره کوڅه او هره سیمه کې ماشومان چې ګورې، له یو بل سره به په جګړه او ویشتلو وي، دوی فکر کوي چې د ژوند اصل جګړه او وینې تویول دي."

"محمد عمران د خوست له ولایته یم، په رسنیو کې داسې اعلانونه خپرېږي چې موږ ورڅخه نفرت کوو، خلکو ته یوازې تاوتریخوالی ښيي چې موږ له افغانستان نه تېښتې ته مجبوروي، زه وایم د دې پر ځای باید د افغانستان مثبتې لاسته راړونې وښودل شي."

دوی وايي، له تاوتریخوالي سره مبارزه او یا د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا د حکومت دنده ده، نو باید حکومت خپله دنده پر خلکو د احسان په شکل حساب او هر وخت‌یې په ټلوېزیونونو کې خپره نه‌کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم په دغو اعلانونو کې ځيني لفظي او اخلاقي تېروتنې مني او وايي چې د رسنیو عالي شورا تازه پرېکړه کړې چې د دغو کلمو او ادبیاتو په اړه به پلټنه کوي.

دا اعلانونه چې وخت نا وخت په‌کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو پیاوړتیا ته هم تبلیغ کېږي، د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونه‌يې مناسب نه‌ګڼي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل، دا اعلانونه د غوڅ ملاتړ ځواکونو د مأموریت له‌خوا جوړېږي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"دا موږ نه‌دي خپاره کړي، موږ یې چې خپروو، ټول اصول په نظر کې نیسو، په دې اړه موږ خپل شکایت له غوڅ ملاتړ مأموریت او بهرنیانو سره شریک کړی چې دا اعلانونه باید اول همغږي او بیا خپاره شي."

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د عامه اړیکو او ویاند مرستیال ډګرمن فاوکنر د دغو اندېښنو په ځواب کې ازادي راډيو ته وویل، دوی له دې اعلانونو خبر شوي او تعقیبوي يې.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بیا وايي، دا اعلانونه د خلکو د پوهاوي لپاره دي، تر څو خلکو ته د وسله‌والو مخالفینو او ترورېستانو اصلي څېره معلومه شي.

د یاد وزارت ویاند صابر مومند ازادي راډيو ته وویل، دا اعلانونه نه‌یوازې په ټلوېزیونونو کې، بلکې په غږیزو او چاپي رسنیو کې هم خپرېږي او له حکومته د ملاتړ مهم پیغامونه لري.

دی وایي:

"په دې باید اعتراف وشي چې زموږ ټولنه د پوهاوي له اړخه شاته پاتې ده او هغه خلک چې رسنیو ته لاسرسی لري، باید د افغانستان د دښمنانو اصلي څېره دوی ته وښودل شي."

خو دې ټولو ته په کتو د افغانستان د رسنیو قانون او په دغه هېواد کې له رسنیو د ملاتړ بنسټونه په دې اړه څه نظر لري؟

د افغانستان د رسنیو د قانون له مخې، هر هغه څه چې په روح او ارواح بد اغېز کوي، خپرول او نشرول‌یې بند دي.

دې او د اطلاعاتو فرهنګ د وزارت دریځ ته په پام، په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، دا پیغامونه د مخالفینو د اصلي څېرې د ښکاره کولو تر څنګ، تاوتریخوالي ته زمینه برابروي.

د دغې ادارې اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغو اعلانونو د بندولو غوښتنه وکړه.

د رواني چارو کارپوه حسن خان درمل وايي، په ټولنیزو رسنیو او ټلوېزیونونو کې د شخړو، تاوتریخوالي، وینو او سر پرې کولو ویډیوګانې د نوي نسل ذهنونه مغشوشوي.

ښاغلي درمل ازادي راډيو ته وویل، دا پیغامونه په قشر اغېز لري او د اصلاح پر ځای ټولنه د بدمرغیو لور ته بیايي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG