د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې داعش ډلې سر راپورته کړی او وايي، سیمې يې تر خپل ولکې لاندې راوستلې دي.
د دغه ولایت د چورې ولسوال امینالله خالقي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۸» ازادي راډيو ته وویل چې یادې ډلې د دغې ولسوالۍ په اشیزائي نومې سیمه کې له تېرو دوو ورځو راهیسې خپل بیرغونه جګ کړي او فعالیتيې پیل کړی دی.
نوموړی وايي، داعش ډلې د دغې ولسوالۍ په خوش خدیر سیمه کې ۳ ښځې هم برمته کړې دي.
ښاغلي خالقي وویل:
"زما د معلوماتو څخه له تېرو دوو ورځو راهیسې داعش ډلې د چورې ولسوالۍ په اشیزائي نومې سیمه کې بیرغونه پورته کړي او دغهراز يې د دغې ولسوالۍ په خوش خدیر سیمه کې درې ښځې هم برمته کړې دي."
د چورې ولسوال یاد خبر پر داسې مهال ورکوي چې له دې وړاندې هم په یاده ولسوالۍ او د دغه ولایت په چهارچینو، دهراود او چنارتو ولسواليو کې هم د یادې ډلې د شتون په اړه راپورونه ورکول شوي وو.
د ارزګان ولایتي شورا: په چهارچینو کې داعش ډلې خپل فعالیتونه پیل کړي
عمري: داعش د ارزګان په دهراود او خاص ارزګان ولسوالیو کې مرکزونه خلاص کړي
د ارزګان د ولایتي ادارې او امنیه قوماندانۍ مسؤلین بیا په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نهشول او له څه ویلو ډډه کوي.
خو له دې وړاندې د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ویلي و چې په ترینکوټ کې داعش ډلې د دوی پر وړاندې جګړه کې څو ځلې برخه اخیستې ده.
بلخوا بیا د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلین هم په چورې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د شتون خبر ورکوي او په اړهيې اندېښنه ښيي.
د چورې ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولایتي شورا رئیس امیر خان بارکزي دغهراز ازادي راډيو ته وویل چې د یادې ډلې بیرغونه تېره ورځ بېرته وسلهوالو طالبانو ښکته کړي دي.
نوموړی وايي چې داعش دغلته د ځان لپاره درې ښځې هم ګمارلې دي چې له کندهار او نورو سیمو څخه ورته پیسې او نور د اړتیا وړ توکي وروړي.
ښاغلي بارکزي وویل:
"په چورې ولسوالۍ کې داعش ډلې په یو شمېر سیمو کې خپل بیرغونه پورته کړي او خپل فعالیتونهيې پیل کړي، خو زموږ غوښتنه له ولایتي او مرکزي ادارې څخه دا ده چې باید په وړاندې يې سر له اوسه عملیات ترسره شي، ځکه دا ډېر خطرناکه ډله ده."
له دې سره له یو شمېر نورو سیمو هم راپورونه ښيي چې په مرکز ترینکوټ او یو شمېر سیمو کې هم داعش ډلې فعالیتونه پیل کړي او جلب و جذب کوي.
اوس اندېښنې دا دي که چېرې دغلته د داعش ډله لا له وړاندې ونهځپل شي، نو د ارزګان زیات شمېر سیمې به تر خپل کنټرول لاندې راولي او په دغه ولایت کې به خپلې ځالې جوړې کړي ځکه له تېرو دوو کلونو راهیسې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته په درې کېلو مترۍ او د ولسوالیو مرکزونو ته په یو کېلو مترۍ کې وسلهوال طالبان له افغان پوځيانو سره په جګړه بوخت دي.
راپور: شریفالله شرافت