د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون وایي، په پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی په تېره بیا له محاکمې پرته وژنې او ورکونې د عمده ستونزو په توګه پاتې دي.
دې کمېسیون ویلي، که څه هم په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ترهګرۍ په اړوندو پېښو کې وژنې کمې شوي، خو برعکس پر ملکي یا اسانه هدفونو حملې اوج ته رسېدلي دي.
د هغې څېړنې په نتیجه کې چې د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون ترسره کړي، معلومه شوې چې تېر کال ۴۹۵ کسان په هغو پېښو کې وژل شوي چې د قانون د تنفیذ ځواکونو هغه وسلهوالې نښتې بللې دي.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې په پاکستان کې په نښتو یا د ډزو په تبادله کې د وژنو مسئلې ته په وروستیو میاشتو کې وروسته له هغې ډېر پام واوښت چې په جنوري کې د ټولنیزو رسنیو ځوان ستوري په خټه پښتون نقیبالله محسود په کراچۍ کې پولیسو وواژه.
پولیسو ادعا وکړه چې هغه یو سخت دریځی و.
ویل کېږي چې هر کال په کراچۍ کې په سلګونه کسان د امنیتي ځواکونو لهخوا چې د سړي تښتونې، قتلونو او جنایتکارو ډلو د ځپلو لپاره تر فشار لاندې دي، وژل کېږي.
د ځوان محسود د وژلو له پېښې وروسته زرګونه پښتنو په ټول پاکستان کې اعتراضي لاریونونه وکړل چې دغه لړۍ تر اوسه دوام لري.
معترضان د دغسې وژنو د پای ته رسېدو او د عمدي یا د پاکستان د امنیتي ادارو لهخوا د مشکوک لادرکه کېدو د پېښو په اړه د څېړنې غوښتنه کوي.
لاریون کوونکي وایي چې پر پوځ د انتقاد کوونکو خبریالانو، د جګړو سیمو ته نږدې ټولنو چې له سخت دریځو وسلهوالو سره د اړیکو شک پرې کېږي په ګډون مختلفې ډلې د دغسې تښتونو لپاره په نښه شوي.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون ویاند ابن عبدالرحمن خبریالانو ته وویل چې اوسیې وخت دی چې د عمدي ورکېدو په اړه نړیوال کنوانسیون په پاکستان کې تطبیق شي.
هغه زیاته کړه چې موږ به تر هغو د عمدي لادرکه کېدو پای ته رسېدل ونهوینو، تر څو چې عاملانیې مجازات شوي نهوي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې دا ډول ۸۶۸ نوې پېښې ورسره ثبت شوې دي.
د دغه کمېسیون په وینا پاکستان د مذهبي اقلیتونو په خونديتوب کې هم پاتې راغلی دی.
د دې کمېسیون مشر مهدي حسن ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د مذهبي سخت دریځۍ په مخنیوي کې هم ناکام شوی دی.
دی وايي:
"په پاکستان کې مذهبي سخت دریځي په اقلیت کې ده، خو د هغوی اثر او نفوذ زیات دی. زما په فکر اوسنی حکومت ډېر کمزوری دی او هېڅ ډول اقدام نهکوي. په مختلفو مواردو کې دا لیدل شوي هم دي."
د ښاغلي مهدي په وینا په پاکستان کې د لادرکه کسانو ستونزه هم تر اوسه نهده هواره شوې.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، که څه هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې تر اوسه ټکان ورکوونکې دي او د تېر کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د تاوتریخوالي ۵۶۶۰ پېښې ورسره ثبت شوي، خو د حقونو په یوه د نرښځیانو برخه کې پرمختګ شوی دی.
په وروستۍ سرشمېرنه کې دوی د ترانس جندر یا دوه جنسه په نوم ثبت شوي او دا حقیې هم ترلاسه کړی چې پاسپورټ کې یې جنسیت ولیکل شي.