د ارزګان ولایت یو شمېر مدني فعالان او خلک وايي، دولت دې هغه برمته شوي کسان راخلاص کړي کوم چې وسله والو طالبانو شااوخوا ۵۰ ورځې وړاندې د ارزګان ــ کندهار ترمنځ پرلویه لار برمته کړي وو.
یاد کسان چې شمېر یې ۳۰ تنه و له کندهار نه ارزګان ته پر لار وو چې په اردو بلاغ سیمه کې وسله والو طالبانو برمته کړه.
وسله والو طالبانو څه موده وړاندې د یادو ۳۰ تنو برمته شویو کسانو له ډلې ۱۸تنه د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې کړل چې ۱۳تنه لاهم ورسره دي.
د ارزګان مدني فعالان پر داسې مهال د دغو ۱۳تنو د خوشې کېدو غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د یادو ۱۳تنو ویډیو خپره کړې ده.
یاد برمته شوي کسان په دغه ویډیو کې له خپلو کورنیو غواړي چې د وسله والو طالبانو له منګلو یې خلاص کړي.
د ارزګان ولایتي اداره هم مني چې د هغو ۳۰ کسانو له ډلې لاهم ۱۳ تنه د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډيو ته وویل، هڅې پیل کړي چې د قومي مشرانو په مرسته یاد کسان راخوشې کړي.
په دې اړه د شریف الله شرافت راپور واورئ: