د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۴۹

پال رایان نه‌غواړي د یوې بلې دورې لپاره ځان کاندید کړي


د امریکا د استازو د جرګې د جمهوري غوښتونکو مشر پال رایان پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې نه‌غواړي د یوې بلې دورې لپاره ځان کاندید کړي.

دغه اعلان د کانګرس تر منځ‎مهاله ټاکنو مخکې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ګوند بې‌ثباتي لا زیاتوي.

رایان د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دی پر خپلو لاسته راوړنو چې یوه په‎کې پر مالیاتو څارنه وه، ویاړي.

هغه د امریکا په دولت کې درېیم لوړپوړی انتخاب شوی مشر دی.

رایان په‎دې خبري کنفرانس کې د ځانګړي مفتش رابرټ مولر له‎خوا د روسیې په اړه د څېړنې په باب پوښتنو ته هم ځوابونه وویل.

رایان چې له ټرمپ سره‌یې اړیکې ښه نه‌وې وویل، دی ګومان نه‎کوي چې ولسمشر به د مولر د لیرې کولو لپاره تهدیدونه عملي کړي.

جمهوري غوښتونکي چې د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت لري، په وروستیو کې لیدل شوي چې د دې ګوند ډېر غړي تقاعد کوي یا نه‌غواړي چې په تېره بیا د استازو جرګې بیا ځان کاندید کړي.

XS
SM
MD
LG