د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د شپږ میلیونه یهودانو د وژنې یا هولوکاست د یاد ورځې د لمانځلو پر مهال ایران ته خبرداری ورکړ چې اسرائیل دې نهازمایي او تهرانیې د نازي جرمني سره پرتله کړ.
نتانیاهو چې د چهارشنبې په ورځیې په بیتالمقدس کې د ید وشم په نوم د هولوکاست میموریال په ودانۍ کې څرګندونې کولې وویل چې دی د ایران واکمنانو ته دا پیغام لري چې د اسرائیل د دولت اراده دې نهازمایي.
د هغه په وینا دا خالي الفاظ نهدي.
نتانیاهو زیاته کړه چې د هولوکاست په وخت کې موږ بېوسه او بېدفاع وو او غږ مو نهاورېدل کېده.
په حقیقت کې زموږ غږ هېڅ نهاورېدل کېده، خو نن موږ یو پیاوړی هېواد لرو، یو ځواکمن پوځ لرو او غږ مو هم هېوادونه اوري.
د اسرائیل صدراعظم دغه څرګندونې دوه ورځې وروسته له هغې کوي چې سوریې او ایران اسرائیل د سوریې پر یوې پوځي اډې د هوایي حملې مسؤل وباله.
په دغه برید کې د اوو ایراني سرتېرو په ګډون د سوریې د رژیم لږ تر لږه ۱۴ ملاتړي وسلهوال ووژل شول.
له دغې حملې وروسته د تهران دې خبرداري چې له اسرائیل به غچ واخلي، تلابیب دې ته وهڅاوه چې وسلهوالو ځواکونو ته د لوړو احضاراتو امر وکړي.