د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۱۰

سپینه ماڼۍ: ټرمپ په دې باور دی چې د رابرټ مولر د لیرې کولو واک لري


سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې باور دی چې هغه د ځانګړي پلټونکي رابرټ مولر د لیرې کولو واک لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز پرون سې شنبه خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ټرمپ یقیني دی چې هغه دا کار کولای شي.

سارا سندرز وویل، ولسمشر ټرمپ باور لري چې د هغه د انتخاباتي کمپاین او روسیې ترمنځ د اړیکو په اړه د رابرټ مولر پلټنه له حده لیرې وتلې ده .

سپینې ماڼۍ دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو د دوشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ د شخصي مدافع وکیل مایکل کوهین پر کور چاپه ووهله.

ولسمشر ټرمپ د پلټونکي رابرټ مولر تحقیقات د شیشکې له ښکار سره تشبیه کړي دي.

خو د امریکا د عدليې وزارت د مقرراتو له مخې، یوازې د متحده ایالاتو مرستیال لوی څارنوال کولای شي چې ځانګړی پلټونکی رابرټ مولر له دندې لیرې کړي.

XS
SM
MD
LG