د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۳۰

د پروان والي په دې ولایت کې د داعش د فعالیت په زیاتېدو اندېښنه ښيي


د پروان والي په دې ولایت کې د داعش د فعالیت د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او ځینې کړۍ تورنوي چې د هغه په خبره، دې ډلې ته په پروان کې د فعالیت زمینه برابروي.

فضل‌الدین عیار پرون سې شنبه په مرکز چاریکار کې یوې امنیتي غونډې ته وویل، یو شمېر کړۍ په دې هڅه کې دي چې په پروان کې د داعش فعالیتونه پراخ کړي.

ښاغلي عیار د چا او کومې ځانګړې ډلې نوم وانه‌خيست، خو له خلکو يې وغوښتل چې په خپلو سیمو کې داعشیان پرې نه‌ږدي.

که څه هم د پروان د لوېدیځ ځینې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د دې ولایت چارواکي دغلته د داعش د فعالیت خبره کوي.

XS
SM
MD
LG