د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

ولسمشر غني: خوست د خوستوالو په حلالو پيسو اباد شوی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبه ناوخته ماسپښین په خوست کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو بنسټونو استازو او ځوانانو په یوه لویه غونډه کې راڅرګند شو.

ولسمشر سره په‎دې سفر کې د کورنیو چارو، کرنې او مالدارۍ، د کلیو پراختیا وزیران، د افغان ځواکونو لوی درستیز، د سولې عالي شورا د دارالانشا رئيس، د بېلابېلو وزارتونو یو شمېر معینان او د ملي شورا ځيني استازو ملتیا کوله.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، په خوست کې چې څومره ابادۍ او پرمختګ شوی، دا په بهر کې د خوستوالو د مزدورۍ حلالې پیسې دي او په‎دې کې د قاچاقو، نشه‎يي توکو او غلاوو پیسې نه‌شته.

ده همدا شان وویل، د خوست او ګردېز د لويې لارې د دوهم سړک د جوړېدو لپاره بودجه منظور شوې او ژر به‌يې عملي کارونه پیل شي.

د غونډې ګډونوال
د غونډې ګډونوال

د جمهور رئيس غني بله خبره دا وه چې په خوست او پکتیا کې به د جلغوزیو د پروسس فابریکې جوړې شي چې په اول لاس به د دې ځایه د سیمې هېوادونو او اروپا ته انتقال شي.

ولسمشر غني د معارف لپاره د هېواد په کچه د ښوونځیو د ودانیو د کمښت یادونه وکړه او ويې‌ویل چې د کلیو پراختیا وزرات په چوکاټ کې يې د ښوونځیو د ودانیو لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي چې شااوخوا ۶۰۰۰ ښوونځي به پرې جوړ شي.

ده په خوست کې اړوندو ادارو او ځايي چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د ښوونځیو د ودانیو لپاره ځمکې پیدا کړي.

ولسمشر وویل چې ډېر ژر به په خوست کې د غلام خان بندر تأسیسات او نور وسایل او تجهیزات د تورغونډۍ، اسلام‎قلعه، حیرتان، تورخم، سپین‎بولدک او نورو بندرونو په شان چې نسبتاً مجهز دي، جوړ او ترانزیټ شي.

ده دا هم وویل چې د غلام خان بندر د ترانزیټ کېدو په باب‌يې د پاکستاني لوري سره هم خبرې کړې دي.

ولسمشر په غونډه کې په ولس غږ وکړ چې د وسله‎والو مخالفینو سره د سولې بهیر په خپل لاس کې واخلي.

ده له طالبانو هم وغوښتل چې دوی دې په سیاسي پروسه ورګډ شي او که د خلکو رأیه‌يې خپله کړه، جمهور رئيس دې هم وټاکي.

افغان ولسمشر وویل چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به په اعلان شوې نېټه او د ولسمشرۍ ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي.

ده د ازادي راډیو د کال غوره شخصیت جواس خان د ټاکنو اتل وباله، غېږه‌یې ترې راتاوه کړه.

ولسمشر وویل، جواس خان هغه اتل دی چې د ولسمشریزو ټاکنو پر ورځ‌يې د خپلې لور مړی د ورځې تر پایه پټ وساته.

ولسمشرغني
ولسمشرغني

له‎دې سربېره ولسمشر محمد اشرف غني د څه باندې دوه میلیارده افغانیو په لګښت هغه پروژې چې په‎دې وروستیو کې بشپړې شوي پرانیستې او د ځینو يې د بنسټ ډبره کېښوده.

ولسمشر د دوشنبې په ورځ د ښځو له فعالانو، د امنیتي ارګانونو مسؤلینو او ملکي ادارو رئيسانو او قومي مشرانو سره هم جلا جلا کتنې درلودې.

د دې تر څنګ بیا بل‌خوا د ولسمشر د لیدنو کتنو په مخالفت کې په خوست کې د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ په بلنه د لسګونه قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو اعتراضیه غونډه رابلل شوې وه.

اعتراض کوونکو ویل چې د ولسمشر سره په کتنو کې هغو خلکو ته اجازه نه‎ده ورکړل شوې چې د خوست رښتینې ستونزې او د دې ولایت حقیقي انځور ورته وښيي.

دوی ویل چې خوست ته د ولسمشر سفر نمایشي او د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاین دی.

ټاکل شوې سبا د سې شنبې په ورځ به هم د نورو ډلو تر څنګ افغان ولسمشر د مدني ټولنو له استازو او ځوانانو سره ځانته ځانته کتنې ولري.

راپور: نجیب‎الله الوخېل

XS
SM
MD
LG