د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۹ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۰۸

خوست ته د ولسمشر محمد اشرف غني سفر او د ځینو پروژو پرانیسته!


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې افغان ولسمشر نن دوشنبه سهار خوست ولایت ته په دوه ورځني سفر تللی او هلته به د دې ولایت له بېلابېلو چارواکو او اوسېدونکو سره د یو شمېر مسایلو په اړه خبرې وکړي.

جمهوري ریاست وايي چې ښاغلي غني د دې سفر په لړ کې اول د دغه ولایت د هوايي ډګر د الوتکو د رنوې د پروژې پرانيسته وکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل، هیله ده چې د خوست هوايي ډګر د ټولې لویې پکتیا لپاره د هوايي مسیر مرکز شي.

د خوست د هوايي ډګر رنوې ۲۶۶۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري چې تر ۷۲۹ ميليونو افغانيو لګښت پرې شوی دی.

د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر غني به د دغه دوه ورځني سفر په لړ کې، د یاد ولایت له سیمه‌ییزو، ولایتي او امنیتي چارواکو او د دې ولایت له اوسېدونکو سره وګوري او د دوی ستونزې به له نږدې واوري.

شاه حسین مرتضوي

ښاغلی مرتضوي وایي:

"خوست ته د ولسمشر د سفر هدف په دې ولایت کې د څو بنسټیزو پروژو پرانيسته ده، د دې تر څنګ به ولسمشر د خوست له چارواکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني بنسټونو، د ښځو له ټولنو، د پوهنتون له استادانو او له امنیتي مسؤلینو سره وګوري او په امنیتي او بېلابېلو مسایلو به ورسره له نږدې خبرې وکړي او د پروژو په وړاندې ستونزې به وڅېړي."

په همدې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له ښاغلي غني سره په دې سفر کې د کابینې یو شمېر وزیران هم ملتیا کوي.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف د دوشنبې په ورځ د ۱۲،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د خوست ولايت د برښنا د لېږد شبکې د بنسټ ډبره هم کېښوده چې ۱۳ زره کورنیو ته به د برښنا اسانتیاوې برابرې کړي او په دوو کلونو کې به بشپړه شي.

په دې اعلامیه کې دا هم راغلي چې افغان ولسمشر د خوست د هوايي ډګر د رادار سيستم، د اطفائيې ودانيو او د هوايي ډګر د داخلي سړک د ودانولو د بنسټ ډبره کېښوده.

اعلامیه وايي چې ولسمشر غني د دغو پروژو د پرانيستې پر مهال په خپلو خبرو کې په خوست کې د تولیداتو په ډېرېدو ټینګار او اړوندو چارواکو ته‌يې لارښوونه وکړه چې د لویې پکتیا د جلغوزیو د انتقال لپاره د خوست او جرمني ترمنځ د هوايي کوریډور د جوړولو چارې بشپړې کړي.

همداراز ولسمشر د دې سفر په لړ کې د فواید عامې وزارت ته لارښوونه کړې چې د خوست هوايي ډګر ته ټولې لویې لارې وارزوي چې له رغېدو وروسته په اسانۍ خلک خپل توکي پرې انتقال کړای شي.

د اعلامیې په حواله، له دې وروسته ښاغلي غني د خوست ولايت له امنيتي مسؤلينو سره په غونډه کې د دغه ولايت د امنيتي پلان د ارزونې تر څنګ، دوی ته د ټاکنو د پروسې د امنيت او په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو د هر ډول لاسوهنې څخه د مخنيوي لپاره لارښوونې وکړې.

دا د ملي یووالي د حکومت له پیله خوست ولایت ته د ولسمشر غني دوهم سفر دی.

په همدې حال کې د خوست د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې که څه هم ولسمشر غني په تېره کې د خوست له خلکو سره کړې یو شمېر ژمنې نه‌دي عملي کړي، خو دا وار هیله لري چې ښاغلی غني به د خوستوالو ستونزې واوري او د حل په برخه کې به‌يې اقدام وکړي.

د دې شورا یوه غړي نورشاه نوراني ازادي راډيو ته وویل چې د ډېرو نورو ستونزو تر څنګ به له ولسمشر سره د دې ولایت په یو شمېر ادارو کې د تغییر او تبدیل مسئله هم یاده کړي.

نوموړي وویل:

"له ولسمشره مو هیله دا ده چې که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې یو څه تغییرات راغلي، خو یو شمېر داسې ادارې شته چې په تېرو ۱۵ کلونو کې په‌کې هېڅ تغییرات نه‌دي راغلي او له دې خلکو نه د خوست اوسېدونکي په عذاب او تنګ دي، ځکه دوی دغه ادارې غصب کړي، په یو شمېر ادارو کې به ترې د تغییراتو غوښتنه وکړو، د دې تر څنګ به په لوړپوړو څوکیو د خوست د کادرونو د ځای پر ځای کولو غوښتنه هم وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پکتیا ته هم په دوه ورځني سفر تللی و او هلته‌يې د یو شمېر پروژو پرانيسته کړې وه.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ټاکل شوې چې په روان لمریز کال کې به محمد اشرف غني ډېری ولایتونو ته دغه ډول سفرونه ترسره کړي او د خلکو ستونزې به له نږدې واوري.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG