د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۰۱

ولسمشر غني: د خوست په ولسوالیو کې به د سرپرستۍ ستونزه هواره شي


ولسمشر محمد اشرف غني خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې سپارښتنه کړې چې د دې ولایت په ولسوالیو کې دې د سرپرستۍ ستونزه هواره شي.

ښاغلي غني د دوشنبې په ماښام د خوست د یو شمېر ولسوالیو د ولسوالانو سره په لیدنه کې همدارنګه ډاډ ورکړ چې د ولسوالیو د امنیه قوماندانیو د ودانیو ستونزه به هم د کورنیو چارو د وزارت له‌خوا هواره شي.

په غونډه کې ډېرو ولسوالانو د پولیسو لپاره د ودانیو د نشتوالي څخه شکایت وکړ.

ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې همدارنګه پر اداري ستونزو، تنخواګانو، د مأمورینو په کمبود، د ځمکو په غصب او د قاضیانو پر نشتوالي بحث وشو.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبه سهار د خوست د هوايي ډګر د الوتنو د کرښې د پرانیستې او د برښنا په شمول د څو پروژو د پیلولو په هدف خوست ولایت ته ولاړ چې تر څنګ‌یې دغلته له ځايي چارواکو او سیمه‎ییزو خلکو سره پر بېلابېلو مسئلو لیدنې کتنې هم درلودې.

XS
SM
MD
LG