د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۱۱

د چین-پاکستان لویه اقتصادي لار افغانستان ته هم پراخېږي


د چین-پاکستان د ملګرتیا لویه اقتصادي لار افغانستان ته هم پراخېږي.

دا خبره پرون په چین کې د «بوآاو» فورم د کلني کنفرانس په یوه راپور کې خپره شوې ده.

د راپور له مخې د چین-پاکستان د ملګرتیا لویې اقتصادي لارې نه‌یوازې ځايي بنسټیزو پروژو ته وده ورکړې، بلکې د افغانستان په لور هم پراخېږي.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا ویلي چې افغانستان ته د دې پروژې د پراختیا هدف د بې‎وزلۍ کمول او د خلکو د ژوند د سطحې لوړوالی یاد شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر تېر ډسمبر لېوالتیا وښوده چې غواړي له پاکستان سره د ۵۰ میلیاردو ډالرو دا اقتصادي دهلېز افغانستان ته هم وغځوي.

د «بوآاو»​ په درې ورځني کلني کنفرانس کې د چین-پاکستان په دې اقتصادي پروژې او نورو مسایلو خبرې کېږي.

XS
SM
MD
LG