د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۵ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۲۸

په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳ افغان سرتېري او ۱۸ طالبان وژل شوي


د ارزګان امنیتې مسؤلین وایي، د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یې تېره ورځ د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات ترسره کړي چې پرمهال يې وسله وال طالبان سخت ځپل شوي او ګڼې سیمې یې تصفیه کړي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي ازادي راډيو ته وویل، اوس مهال د خاص ارزګان ولسوالي د طالبانو له خوا د سقوط له ګواښه وتلې او تېره ورځ د عملیاتو پرمهال د طالبانو امنیتې کمربند مات او د سیدانو په نوم سیمه هم تر دولتي حاکمیت لاندې راغله.

صدیقي وایي، په پرونیو عملیاتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او شااوخوا ۱۷ نور یې ټپیان دي چې د وژل شویو طالبانو دوه جسدونه هم دوی ته په لاس ورغلي دي.

د ارزګان امنیه قوماندان وایي، په یادو عملیاتو کې یو کومانډو، یو د ملي اردو او یوهم پولیس سرتېری وژل شوي او درې نور ټپیان دي او وایي، امنیتې ځواکونو ته د طالبانو وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تردې مهاله څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG