په ارزګان ولایت کې د لوړو زدهکړو د مؤسسې ښوونکي وايي، د دغه ولایت امنیتي مسؤلینيې په خپلو ادارو کې تهدیدوي او ورته ګواښونه کوي.
دغه ښوونکي زیاتوي چې امنیتي مسؤلين هغه وخت ګواښي او تهدیدوي، کله چې خپلوانو محصلینو تهیې نمرې کمې ورکړي او یا یې هم ناکامه کړي.
د دغو ښوونکو له ډلې پوهنیار احمدشاه نوري له ولایتي ادارې غواړي چې دغې علمي ادارې ته د وسلهوالو کسانو د ورتګ مخه ونیسي او امنیتي مسؤلين دې له ښوونکو سره د دغه ډول چلند مخه ونیسي.
یادو ښوونکو دغه خبرې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د دغه پوهنتون څخه د محصلینو په فراغت غونډه کې وکړې.
ښاغلي نوري وویل:
"د امنیت ملي کارکوونکي زموږ پوهنتون ته راغلي او ښوونکي، مأمورین او نور کارکوونکي يې تهدید کړي، هیله لرو چې د ولایت مقام دغه ټکي ته پام وکړي."
په ورته وخت کې بیا د ارزګان ولایت والي هم دا ستونزه مني، خو ژمنه کوي چې مخه بهيې نیسي.
محمد شفیق اسدالله سعد داسې وویل:
"موږ منو چې یو شمېر سربازان شاید له خپلې دندې غلطه ګټه پورته کوي، زه له تاسو سره ژمنه کوم چې د دغه ډول چلند مخه به نیسم او له هغه پولیسو سره به قانوني چلند کوم چې دغه ډول کارونه کوي، دا موږ ته په هېڅ صورت د منلو وړ نهده."
له یاد پوهنتونه تېره ورځ ناوخته ۱۷۳ تنه محصلینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
بلخوا بیا دغلته له پوهنتونه فارغ شوي محصلین له دولته کار غواړي.
دوی وايي چې په کلونو کلونو يې هلې ځلې کړي او کورنیو يې ورباندې زیاتې پیسې لګولي، خو کورنۍ يې اوس د دوی د تعلیم ثمرې ته په تمه دي.
له پوهنتونه تازه فارغ شویو یو شمېر محصلینو ازادي راډيو ته وویل:
"رحمتالله افغان یم، نن خوښ یم چې خپلې زدهکړې مې بشپړې کړې، خو له دولته دا غواړم چې موږ ته باید په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره کړي."
"محمد صبور عمرزی یم، زما کورنۍ په ما ډېرې پيسې لګولي، له دولته مو غوښتنه ده چې باید دغه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي."
ارزګان ولایت د افغانستان یو له هغه نا امنه او وروسته پاتې ولایتونو څخه دی چې شااوخوا ۹۰ سلنه خلکيې نالوستي دي.
د یاد پوهنتون مسؤلینو دغهراز پر ولایتي ادارې نیوکه وکړه چې ګنې پوهنتونيې له پامه غورځولی.
راپور: شریفالله شرافت