د ارزګان سیمهییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د نېږدې ۶۲ زره زدهکوونکو پر مخ ښوونځي تړلي دي.
د دې ولایت څه د پاسه ۳۰۰ ښوونځي له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د جګړو له امله د زدهکوونکو پر مخ تړلي دي.
د ارزګان ولایت د پوهنې سرپرست رئیس نجیبالله کامران د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې ټولې تعلیمي ادارې د ناامنی له کبله تړلي دي.
د ارزګان ولایت د پوهنې سرپرست رئیس د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې له ښوونځیو څخه د سنګر په توګه کار وانهخلي.
ښاغلي کامران زیاته کړه:
"د یوې میاشتې راهیسې ښوونځي تړلي دي، د درس زمینه برابره نهده."
ښاغلی کامران وایي، که مرکزي حکومت د ارزګان ولایت امنیت ته جدي پاملرنه ونهکړي نو په دغه ولایت کې به د پوهنې په برخه کې د افغان حکومت ۱۵ کلنه خواري په اوبو لاهو شي.
د افغانستان په جنوبي ولایت ارزګان کې ټول ۳۱۸ ښوونځي دي چې د نوموړي ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې ۶۲۶۳۳ زدهکوونکي پهکې سبق وايي.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایت یو شمېر زدهکوونکي له مرکزي حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې عملیات په چټکۍ سره پر مخ یوسي څو په نوموړي ولایت کې پوهنیز بهیر بېرته پیل شي.
نصیبالله او سردار ولي ازادي راډیو ته وویل:
"زما نوم سردار ولي دی، د ارزګان ولایت اوسېدونکي یم زموږ ټول ښوونځي له تېرو دوو میاشتو راهیسې تړلي دي، د دې تر څنګ پوهنتون، انسټېټیوټ او همدارنګه ټولې ادارې تړلي دي."
"زما نوم نصیبالله دی، د ارزګان ولایت اوسېدونکی یم موږ له دولته غواړو چې ارزګان ولایت ته جدي پاملرنه وکړي او له مخالفینو څخه مو غوښتنه ده چې باید ښوونځي ونهسوځي."
خو د افغانستان د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل بیا دا خبرې ردوي او په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو هم ډډه کوي.