د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

پاکستان له وېسټ انډیزه د ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله


د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د وېسټ انډیز د کرکټ له ملي لوبډلې څخه د ۳ شل اوریزو نړیوالو لوبو لړۍ ۳-۰ وګټله.

دا په داسې حال کې ده چې د وېسټ انډیز د کرکټ لوبډله د تېرې شنبې په ورځ د دغو ۳ شل اوریزو لوبو د لړۍ لپاره پاکستان ته راغلې وه.

د دغو لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه د سې شنبې په ماښام د کراچۍ ښار په نېشنل سټډیوم کې وشوه چې د پاکستانۍ لوبډلې په‎کې وېسټ انډیز ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه او دا لړۍ یې ۳-۰ وګټله.

د لوبې پچه وېسټ انډیز وګټله، لومړی یې د بېټنګ پرېکړه وکړه، په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې وکړې او پاکستان ته‌یې د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ.

که څه هم د وېسټ انډیز د اوپنرانو د لوبې پیل د تېرو دوو لوبو په څېر بې‎خونده و، خو بیا وروسته مارون سیمیولز او فلیچر یو څه خوندوره لوبه وکړه.

د وېسټ انډیز یو لوبغاړی
د وېسټ انډیز یو لوبغاړی

سیمیولز ۳۱، فلیچر ۵۲ او د نېش رامدین د ۱۸ توپونو په لوبولو ۴۲ منډې وکړې او نا سوځېدلی پاتې شو.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې محمد نواز، عثمان خان شینواري او فهیم اشرف د وېسټ انډیز ۱-۱ او شاداب خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

پاکستانیو لوبغاړو د وېسټ انډیز له‎خوا د ورکړي هدف په ځواب کې ښه لوبه وکړه او دغه لوبډله وتوانېده چې دغه هدف په ۱۷ اوور کې یوازې د ۲۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړي.

د پاکستانۍ لوبډلې اوپنرانو یو ځل بیا تېزه لوبه وکړه.

فخر زمان یوازې د ۱۷ توپونو په لوبولو د ۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ ۴۰ او بابر اعظم په ۴۰ توپونو تر ۵۱ منډو جوړولو وروسته وسوځېدل، خو حسین طلعت په ۳۱ او اصف علي په ۲۵ منډو جوړولو ناسوځېدلي پاتې شول.

د وېسټ انډیز په بالرانو کې ایمریت او «او. اېف سمېت» د پاکستان ۱-۱ لوبغاړی وسوځول.

پاکستانی لوبغاړی فخر زمان د خپلې تېزې لوبې له امله د ۲۰ اوریزو لوبو د لړۍ د ۳مې لوبې او بابر اعظم د لړۍ غوره لوبغاړي اعلان شول.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې د سریلانکا د کرکټ پر ملي لوبډلې تر برید او پر پاکستان د نړیوال کرکټ د دروازو تر بندېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډله تر ۱۲ کلن ځنډ وروسته د نړیوالو لوبو لپاره پاکستان ته تللې ده.

د یادونې وړ ده چې کراچۍ ته د وېسټ انډیز د لوبډلې د ورتګ له امله په دې ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د لوبغالي په شااوخوا سیمو کې سلګونه پولیس او نور امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو.

XS
SM
MD
LG