د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د فساد مخنیوي لپاره په ۳ برخو کې کمپاین کوي


اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې تېر کال د پام وړ کار شوی، خو لا هم موجوده فساد د دغه هېواد پراختیايي پروګرامونو په وړاندې خنډ دی.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د فساد د مخنیوي لپاره په درېیو برخو کې عمومي کمپاین پیل کړی دی.

د پراختیا، خصوصي سکتور او د انتخاباتو په برخو کې د فساد د مواردو څېړل هغه څه دي چې اروپايي ټولنه غواړي سږ کال ورته د حکومت، مدني ټولنو، خلکو او نړیوالې ټولنې پام واړوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ویاند عبدالله یادګاري ازادي راډيو ته وویل، د اروپايي ټولنې موندنې ښيي چې په افغانستان کې تېر میلادي کال د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ښه اقدامات کړي، خو لا هم فساد د افغانستان ثبات او پراختیا ګواښي.

نوموړی وايي:

"تېر کال «۲۰۱۷» کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې ښه اقدامات شوي دي، خو اروپايي ټولنه غواړي چې په دې برخه کې نور کارونه هم ترسره شي، اروپايي ټولنه په‎دې باور ده چې که فساد وي، د پراختیا لپاره د افغان حکومت هدف له ستونزو سره مخ کوي."

دا ټولنه وايي، د فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي مرکز جوړول، په‎دغه مرکز کې د ځینو قضیو څېړل او د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د ستراتیژۍ جوړول په یاده برخه کې د افغان حکومت د پام وړ اقدامات دي.

د اروپايي ټولنې سږنی کمپاین د رسنیو، ټولنیزو سایټونو او د پیغامونو د خپرولو له لارې پیل شوی چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د شفافیت نړیوال سازمان وروستۍ راپور ښيي چې افغانستان که څه هم د فساد په درجه‌بندی کې ښه شوی، خو لا هم د ۱۵ امتیازونو په لرلو سره د نړۍ په څلورو فاسدو هېوادونو کې شمېرل شوی دی.

۲۰۱۷ کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې ښه اقدامات شوي.

په ورته وخت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکه وايي، د فساد سره مبارزه، که هغه په هره کچه وي، اغېز لري، خو نړیوالو ټولنو ته ښيي چې د کمپاین په کچه له دغو لومړنیو هڅو راووځي.

د دغې ټولنې مشر خان زمان امرخېل ازادي راډیو ته وویل:

"کمپاینونه هم ګټه کوي، خو د دې تر څنګ باید نور کارونه هم وشي، لکه د فساد سره د مبارزې یوه برخه افشاګري ده چې مفسدین ښکاره کړي. دغه نړیواله ټولنه که په‎دې ډول کمپاین پیل کړي چې مفسدین وښيي او په وړاندې یې مبارزه وکړي؛ ګټه کوي ځکه افغانان ښايي له دغو مفسدینو او جنګ سالارانو وډار شي."

اروپايي ټولنه بیا وايي چې له افغان حکومت سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

ښاغلی امرخېل وايي، په افغانستان کې د فساد سره مبارزه هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې ټولې ګمارنې د وړتیا له مخې وي، د اروپايي ټولنې په څېر نړیوالې ټولنې د افغان حکومت ښه کارونه وستايي او د هغو مفسدینو په نیولو کې مرسته وکړي چې له قانونه په تېښته کې دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG