د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۱

دِ اتلانتیک: ایا افغانستان ته د سولې هیله ژوندۍ شوې؟


دِ اتلانتیک:

دا د "دِ اتلانتیک" مجلې د هغې مقالې عنوان دی چې طالبانو ته د افغان ولسمشر د سولې د وروستي وړاندیز په اړه لیکل شوې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فبرورۍ په ۲۸ مه طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ. یوه میاشت وروسته د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نړیوالو له دې وړاندیزه پراخ هرکلی وکړ او طالبان یې د سولې د وړاندیز منلو ته وبلل.

دِ اتلانتیک د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې الیس وېلز په حواله لیکلي چې د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ته د طالبانو چوپتیا یوه مثبته نښه او د هیله مندۍ یو دلیل دی.

مېرمن وېلز ویلي، د طالبانو له مشرتابه دا هیله او تمه لرو چې د سولې وړاندیز په جدي توګه وڅېړي.

دِ اتلانتیک په دې مقاله کې د طالبانو د بندیانو د راخوشې کولو او په سیاسي برخه کې هغوی ته د ونډې ورکولو په څېر د ولسمشر غني وړاندیزونه د طالبانو د اکثرو اندېښنو د ځوابولو لپاره مناسب بللي، خو د یوه کارپوه په حواله یې د طالبانو یوه عمده اندېښنه لا هم بې ځوابه یاده کړې ده.

د نیویارک په پوهنتون کې د افغانستان او سیمې یوه کارپوه برنیټ روبین ویلي، طالبان مستقیماً له امریکا سره خبرې کول غواړي، نه له افغان حکومت سره.

دِ اتلانتیک د ښاغلي روبین په حواله لیکلي چې وايي، "طالبان په دې باور دي چې غني د ورته وړاندیز د کولو واک نه لري."

دی وايي، افغان طالبان چې حکومت یې امریکا ور ړنګ کړی و، اوس له افغان حکومت سره خبرې ورته د تسلیمۍ په څېر یو کار ښکاري.

دِ اتلانتیک د نیویارک ټایمز د یوه رپوټ په اساس لیکلي چې د تاشکند د کنفرانس فضا ته په کتو داسې ښکاري چې د سولې په خاطر "یوه غیر معمولي" هیله مندي پیدا شوې ده.

جنس ډیفنس:

جنس ډیفنس اوونیزې د افغانستان د هوايي پوځ د نویو امکاناتو په اړه مقاله لیکلې ده.

ډیفنس اوونیزې لیکلي چې افغانستان به د سکن ایګل اته اضافي سیسټمونه ترلاسه کړي.

سکن ایګل بې پيلوټه الوتونکې وسیله ده چې په مټ یې د جګړې له میدانونو د معلوماتو د راټولو او جاسوسۍ لپاره کار اخیستل کېږي.

د جنس ډیفنس اوونیزې په لیکنه کې راغلي چې پنټاګون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دا اته سکن ایګلونه به په دیارلسو پخوانیو هغو ور زیات کړای شي.

د مطلب په دوام راغلي چې د بویینګ یو فرعي شرکت به دا اته سیسټمونه او ورسره تړلي خدمات د ۲۰۱۹ کال تر مارچه برابر کړي.

XS
SM
MD
LG