د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

د ازبکستان ولسمشر: د تاشکند نړیوال کنفرانس به ښې لاسته راوړنې ولري


د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هیله څرګنده کړې چې د افغانستان په اړه د تاشکند نننی نړیوال کنفرانس به ښې لاسته راوړنې ولري.

نوموړي دا څرګندونې پرون دوشنبه په تاشکند کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې کړې دي.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د دې لیدنې په اړه ازادي راډیو ته وویل، په‌دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د تاشکند بین‌المللي کنفرانس، د سولې پروسې، امنیتي او سیمه‎ییز اتصال په برخو کې د همکارۍ او دغه‌راز په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او سیمه‎ییزو پروژو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"د دواړو هېوادونو مشرانو د مزار شریف-هرات اورګاډي پټلۍ د پروژې کاري پرمختګ او د افغانستان، ازبکستان او د سیمې نورو هېوادونو لپاره د هغې پر اقتصادي ارزښت، د پلخمري برښنا، د مېوو د صادراتو، سبزي‎جاتو او د ازبکستان له لارې قزاقستان ته د افغانستان د مرمر ډبرو د لېږد په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو اړوند مسؤلینو ته‌یې لارښونه وکړه، څو د نوري فایبر پروژې د کار د پیل په برخه کې چې دواړو هېوادونو پرې لا له وړاندې هوکړه کړې وه، اقدام وکړي."

له ارګه د دې لیدنې په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ازبکستان د ولسمشر میرضیایف له خولې ویل شوي چې باثباته او هوسا افغانستان د ازبکستان په ګټه دی او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو موافقت‎نامو د تطبیق، څارنې او چټکولو په اړه‌یې اړوند چارواکو ته سپارښتنې کړې دي.

د ازبکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې د دواړو ولسمشرانو د دې لیدنې په اړه ویلي:

"د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانسپورت، انرژۍ، پوهنې او روغتیا په شمول د هغو بېلابېلو پروژو په برخو کې پر عملي همکارۍ ټینګار وشو چې دواړه هېوادونو ته‌یې ګټه رسېږي."

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي وايي چې ولسمشر غني د ازبکستان له ولسمشر سره په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د تاشکند د نړیوال کنفرانس د کوربه‎توب د مننې تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا، په ځانګړي ډول په سوداګریزو او ټرانزیتي همکاریو ټینګار وکړ او د سیمه‎ییزه همکاریو او هېوادونو د اتصال په برخه کې یې د ازبکستان حکومت هڅې وستایلې.

باثباته او هوسا افغانستان د ازبکستان په ګټه دی.

ولسمشر غني همدارنګه د ازبکستان د حکومت په نوښت د افغانستان په اړه نننی کنفرانس یوه تاریخي ورځ بللې او هیله‌یې څرګنده کړې چې د ازبکستان دا ابتکار افغانستان کې د تل‎پاتې سولې زمینه برابره کړي.

چارواکي وايي چې د افغانستان په اړه د تاشکند په ننني کنفرانس کې به دواړه ولسمشران ویناوې وکړي.

د افغانستان په اړه د تاشکند په‌دې نړیواله غونډه کې د منځنۍ اسیا او د سیمې د نورو هېوادونو لکه پاکستان او هندوستان د بهرنیو چارو د وزیرانو یا مرستیالانو سربېره، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال، د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشره، همدارنګه د بریتانیا، ایټالیا، فرانسې، روسیې، جرمني، قطر او متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو لوړپوړي ډیپلوماتان ګډون کوي.

په ننني کنفرانس کې به دواړه ولسمشران ویناوې وکړي.
په ننني کنفرانس کې به دواړه ولسمشران ویناوې وکړي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو او ناټو په شمول د نړیوالو سازمانونو لوړپوړي استازي هم برخه لري.

دا کنفرانس د کابل پروسې د کنفرانس په تعقیب جوړېږي چې په‎کې ولسمشر غني د وسله‎والو طالبانو سره د سولې لپاره یوه هر اړخیزه طرحه وړاندې کړه او کابل هیله‎مند دی چې په‎دې کنفرانس کې به د دې طرحې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG