د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

امریکا: د تاشکند په کنفرانس کې به د افغان سولې د ټینګېدو پرلارو چارو خبرې وشي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د تاشکند په کنفرانس کې به یوځل بیا په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو پرلارو چارو خبرې وشي او نړیوال به یوځل بیا په دې هېواد کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړي.

د امریکا یو جګ پوړی ډیپلومات به نن یکشنبه ازبکستان ته ورسېږي او له دې هېواده په درې ورځنۍ کتنه کې به له ازبک مشرانو سره پر خبرو سربېره، د افغانستان په اړه د سولې په نړیوال کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال توماس شانون به د افغانستان په اړه د تاشکند په کنفرانس کې چې سبا پرانيستل کېږي، ګډون وکړي.

توماس شانون
توماس شانون

دغه راز به نوموړی د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیاییف او د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره هم وګوري.

ټاکل شوې چې د تاشکند د کنفرانس له پرانيستل کېدو د مخه نن د منځنۍ آسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې په اړه د تاشکند کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې څه کم یوه میاشت مخکې د فبرورۍ په ۲۸ مه د کابل د پروسې دوهم کنفرانس په کابل کې جوړ شو او افغان ولسمشر اشرف غني هم طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو لپاره نوي وړاندیزونه وکړل.

وسله والو طالبانو تراوسه دغه وړاندیزونه نه رد کړي او نه یې تأیید کړي دي.

ټاکل شوې چې د تاشکند په کنفرانس کې د متحدو ایالتونو، اروپایي اتحادیې، پاکستان، ایران، چین او روسیې په ګډون د څه باندې شلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

د اروپایي اتحادیې په استازیتوب د دې اتحادیې د بهرني سیاست مشره فیدریکا موګریني په دې کنفرانس کې ګډون کوي.

موګریني تېره اوونۍ په بروکسل کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اروپایي اتحادیې د اړیکو په اړه ځانګړې شوې د اروپایي پارلمان غونډې ته وویل چې اروپایي اتحادیه د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي او په دغه بهیر کې د مرکزي اسیا د هېوادونو ونډه مهمه وبلله.

فیدریکا موګریني
فیدریکا موګریني

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې مخکې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي وو چې د تاشکند کنفرانس به هغه پرمختګونه لا ګړندي کړي چې د کابل د پروسې په غونډه کې شوي او یوځل بیا په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د نړیوالو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه راز وویل چې د سیاسي چارو مرستیال به یې د ازبکستان له ولسمشر او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره په دې هېواد کې د شویو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي او هم به په سیمه کې د دې هېواد د ارزښتناکې همکارۍ ملاتړ وکړي.

دغه راز به ښاغلی شانون پر دې تاکید وکړي چې متحده ایالات د ازبکستان او د ټولې سیمې ثبات ته ژمن دی.

له کله چې میرضیايیف واک ته رسېدلی، هېواد یې د افغانستان په ګډون له خپلو ګاونډیانو سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره یو لړ ګامونه پورته کړي دي.

د پخواني ولسمشر اسلام کریموف په ۲۷ مه دوره کې ازبکستان چې د منځنۍ آسیا تر ټولو زیات نفوس لرونکی هېواد دی، له خپلو ګاونډیانو، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان سره د ټرانزیټ لارو، سرحدي امنیت، د اوبو زېرمو او ځینو نورو مسایلو پرسر اړیکې کړکېچنې وې.

XS
SM
MD
LG