د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

دفاع وزارت په ټول هېواد کې د «نصرت» په نوم پوځي عملیات پيل کړل


د افغانستان دفاع وزارت په ټول هېواد کې د «نصرت» په نوم د پوځي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري وايي، دا عملیات د نوي ۱۳۹۷لمریز کال په لومړۍ ورځ د افغانستان په فاریاب، جوزجان، فراه، ننګرهار او یو شمېر نورو سیمو کې پیل شوي او د دې کال تر پایه به دوام وکړي.

ښاغلي وزیري د جمعې په ورځ ازاي راډيو ته وویل چې د «نصرت» په نوم په دې عملیاتو کې تر ډېره په شپنیو، هوايي او د کومانډو ځواکونو په حملو تمرکز شوی دی چې ګټې يې زیاتې دي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"د نصرت عملیات د نوي کال په لومړۍ ورځ پیل شوي چې لومړۍ بېلګه يې فراه ولایت دی چې ډېرې ښې لاس ته راوړنې لرو په دې عملیاتو کې ډېر کوښښ کوو چې له هوايي د شپې له عملیاتو او کومانډو ځواکونو نه ګټه واخلو، په دې عملیاتو کې مو ډېر فشار په دې اچولی چې په کم لګښت او کم جزوتام په لږ وخت کې ډېرې لاس راوړنې ولرو."

دی وايي؛ روان پوځي عملیات د کال په اوږدو کې په څلورو مرحلو کې ترسره کېږي او هغه سیمو ته به پکې ډېر پام وشي چې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه؛ د دې عملیاتو په پلان کې یې په ځانګړي توګه د هغو نیمګړتیاوو پر لېرې کولو تمرکز کړی چې په تېر کال کې ورسره مخ وو.

نوموړی ډاډ ورکوي چې د نصرت په نوم د دې عملیاتو په جریان کې به ټولې هغه سیمې چې اوس مهال د دولت د مخالفو وسله والو په ولکه کې دي ترلاسه کړي.

که څه هم ده د هغه سیمو او ولسوالیو نومونه وانه خیستل چې اوس مهال د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دي، خو راپورونه وايي چې د افغانستان د شمال د یو شمېر ولایتونو د ځینو ولسوالیو په مرکزونو کې د مخالفینو بیرغونه رپېږي.

خو د وسله والو طالبانو یوه ویاند زبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې حکومت خپل عملیات یوازې په رسنیو کې پیل کړي او دوی ته د اوښتو تلفاتو خبره يې بې اساسه بللې ده.

د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا اندېښنه ښيي چې شاید په روان ۱۳۹۷لمریز کال کې د افغانستان جګړه نوره هم خونړۍ شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډيو ته که څه هم د نصرت په نوم د پیل شویو عملیاتو په اړه خوشبیني ښايي، خو د دغه عملیاتو پر ښه مدیریت او ښې همغږۍ ټینګار کوي.

باري عارض
باري عارض

نوموړي زیاته کړه:

"کوم پوځي عملیات چې اوس پیل شوي ډېر اړین وو ځکه تېر کال مخالفینو خپلو عملیاتو ته ډېر شدت ورکړی وو نو وړاندې له دې چې د مخالفینو جګړه ییز فصل راورسېږي باید دولتي امنیتي او پوځي ځواکونه باید دا عملیات ترسره کړي او امیداوري ورته ډېره ده."

دا په داسې حال کې ده چې تېر ۱۳۹۶ لمریز کال له امنیتي پلوه خونړی بلل شوی دی.

د ملکیانو او د امنیتي ځواکونو تلفات، د افغان ځواکونو او وسله‎ والو طالبانو ترمنځ د ولسوالیو او سیمو لاس په لاس کېدل، ډله‎ ییزې انتحاري حملې، چاودنې، د امنیتي ځواکونو د رهبرۍ څرنګوالی، د افغان ځواکونو د تجهیزاتو موضوع او دوی ته د لازمو امکاناتو نه برابرول هغه مسایل دي چې په تېر کال کې يې تر ډېره‌ په اړه خبرې کېدې.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG