د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

ډانفورد: امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر نه ملاتړ کوي


د امریکا د پوځ لوی درستیز د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړ او تر څنګ يې د افغان ځواکونو پر تقویت هم ټینګار کړی دی.

د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ وايي، واشنګټن د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ او هرکلی کوي.

جنرال ډانفورډ دا څرګندونې پرون په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله سره په کتنه کې وکړې.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

"د امریکا لوی درستیز د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې له پروسې هرکلی او ملاتړ وکړ، له ترورېزم سره د مبارزې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر تقویت هم بحث او خبرې وشوې."

تر جنرال ډانفورډ دمخه د امریکا ددفاع وزیر جیمز مټېس تېره اوونۍ کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل چې د افغانستان په جګړه کې بری ممکن دی، خو د جنرال مټېس په خبره دا بری به د سیاسي جوړجاړي له لارې راځي نه د جګړې په میدان کې.

په کابل کې بیا د متحده ایالاتو سفیر جان بس له ازادي راډیو سره په خپله وروستۍ مرکه طالبانو ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پیشنهاد د سولې یوه جامع طرحه وبلله او پر طالبانو يې غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته مخه کړي.

د امریکا سفیر: روسیه باید د کابل له غوښتنې پرته د افغانستان په جګړه کې ښکیله نه شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:10 0:00

له افغان مشرانو سره په پرونۍ کتنه کې جنرال ډانفورډ وویل واشنګټن د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د خپلې ستراتیژۍ په عملي کولو کې جدي دی او متحده ایالات به له افغان ځواکونو څخه د خپل دوامداره ملاتړ ژمنه پر ځای کړي.

ښاغلي ډانفورډ افغانستان ته پر لاره په الوتکه کې له ده سره ملګرو خبریالانو ته ویلي وو چې دی غواړي هغه اهداف ارزیابي کړي چې په راتلونکو څو میاشتو کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف څرنګه کولای شي د افغانستان په جګړه کې پرمختګ وکړي.

XS
SM
MD
LG