د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

ټرمپ پوتین ته د انتخاباتو د بریا مبارکي ویلې


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون ویلادمیر پوتین ته په یوه ټلیفوني تماس کې د روسيې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړه.

ولسمشر ټرمپ له ویلادمیر پوتین سره په ټلیفوني تماس کې هیله څرګنده کړه چې دواړه مشران وتوانېږي په نېږدې راتلونکې کې خپلو کې وویني او د وسلو د سیالۍ، د اوکراین او سوريې د جګړې او د شمالي کوریا د اټمي پروګرام پر مسئلې خبرې وکړي.

ولسمشر ټرمپ په دې اړه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:

ټرمپ:په دې ټلیفوني تماس کې مو وویل چې په نېږدې راتلونکې له یو بل سره وینو.
ټرمپ:په دې ټلیفوني تماس کې مو وویل چې په نېږدې راتلونکې له یو بل سره وینو.

"ما ویلادمیر پوتین ته ټلیفون وکړ او د روسيې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مې ورته د کامیابۍ مبارکي وویله، په دې ټلیفوني تماس کې مو وویل چې په نېږدې راتلونکې له یو بل سره وینو، موږ کولی شو د وسلو او د وسلو د سیالۍ په اړه خبرې وکړو، څرنګه چې پوهېږی هغه اعلان وکړ چې د وسلو د سیالۍ بحث غټه خبره نه ده، دا تر انتخاباتو وروسته د هغه لومړۍ خبره وه."

ولسمشر ټرمپ وویل له ویلادمیر پوتین سره يې د اوکراین، سوريي او شمالي کوریا په اړه هم خبرې وکړې.

کرېملېن د پوتین او ټرمپ ترمنځ له ټلیفوني تماس وروسته په یوې اعلامیه کې وویل چې په دې خبرو کې دې ته ځانګړې توجه وشوه چې د دواړو خواو ترمنځ د لوړې سطحې غونډه جوړه شي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې دواړو مشرانو د ستراتیژیک ثبات او له نړیوال ترورېزم سره د مبارزې په ګډون په مختلفو بر خو کې د عملي همکاریو پر پراخولو هم خبرې وکړې.

د روسيې د انتخاباتو کمېسیون ویلي دي چې ویلادمیر پوتین چې له ۱۹۹۹کال راهیسې یا د ولسمشر او یا د صدراعظم په توګه په واک کې دی، په سلو کې د ۷۶ رایو په اخیستلو سره د یوې بلې ۶ کلنې دورې لپاره منتخب شوی دی.

ویلادي میرپوتین
ویلادي میرپوتین

که څه هم د جرمني د صدراعظمې او د فرانسې د ولسمشر په ګډون د نړۍ زیات شمېر مشرانو د ولسمشر په توګه بیا د پوتین له انتخابېدو وروسته هغه ته د مبارکۍ ویلو لپاره کم وخت درلود، خو په دې برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ جوپتیا د واشنګټن او مسکو ترمنځ په اړیکو کې د بحران د نښې په توګه وبلل شوه.

پر اوکراین د روسيې د یرغل، د سوريې په جګړه کې د مسکو د رول او د لوېدیځو هېوادونو په سیاستونو او انتخاباتو کې د روسيې د مداخلې د تورونو له امله د متحده ایالاتو او روسيې ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي.

XS
SM
MD
LG