نړۍ
کرملېن: پوتین ته د ټرمپ مبارکي نهویل غیر دوستانه عمل نهدی

کرملېن وایي دا چې تر اوسه د جمهوري ریاست د یوې بلې دورې لپاره ولادیمیر پوتین ته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تر اوسه مبارکي نهده ویلې، دا یو غیر دوستانه عمل نهدی.
د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف نن خبریالانو ته وویل چې له انتخاباتو دوه ورځې وروسته د ټرمپ غلي پاتې کېدل کوم غیر دوستانه حرکت نهدی.
هغه اټکل وکړ چې ښایي ولسمشر ټرمپ وروسته پوتین ته ټیلیفون وکړي.
دې ته په پام سره چې د سړې جګړې وروسته د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې ډېرې سړې شوې، پسکوف وویل، پوتین دې ته تیار دی چې له خپلو امریکایي شریکانو سره په هغو برخو کې چې زموږ ګټې پهکې نغښتې وي، اړیکې عادي کړي.
سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو نتیجه د حیرانتیا وړ نهوه او په پام کې نهده چې پوتین ته د ټیلیفون له لارې مبارکي وویل شي.
پوتین په دغو انتخاباتو کې په ۱۰۰ کې د څه باندې ۷۶ رأیو په ګټلو سره د جمهوري ریاست دوره د شپږو نورو کلونو لپاره وغځوله.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایټالیا: د یو بس د ټکر پېښې لږ ترلږه ۲۱ تنه مړه کړي

د ایټالیا وینیس ښار ته نژدې د یو بس د ټکر په پېښه کې لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.
دا بس چې ډېری سپرلۍ یې اوکرایني وګړي وو، له یوه سړک څخه چې لوړ ځوړی یې لاره راپرېوتی دی.
د وینیس د تاریخي ښار د ښاروالۍ چارواکي ریناتو بوراسو ویلي په پېښه کې ۱۸ نور کسان هم ټپیان شوي دي، چې د څلورو تنو یې حالت نازک بلل شوی.
نوموړي زیاته کړه ،چې په مړو کې دوه تنه ماشومان دي.
بوراسو همداراز تایید کړه، چې یوشمېر قربانیان اوکرایني وګړي دي او ویې ویل چې دې بس دا سیلانیان یوه تفریح ځای ته لېږدول.
یوه ایرانۍ پېغله د ګشت ارشاد د پولیسو له برید وروسته روغتون کې په کوما ده

د راپورونو له مخې یوه ایرانۍ پېغله د تهران په مترو کې د ګشت ارشاد د پولیسو تر برید وروسته په روغتون کې د کوما په حالت کې ده، په داسې حال کې چې د روغتون په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د بشري حقونو ډلې هنګاو پرون خبر ورکړ، چې ارمیتا ګراوند په نوم دا نجلۍ له نیول کېدو وروسته په سخت ټپي حالت کې ده.
ایراني چارواکو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا ځوانه نجلۍ د ټیټ فشار له کبله بېسده شوې وه.
ایران له څه باندې یو کال راهیسې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته له پراخو اعتراضونو سره لاس ګرېوان دی.
مهسا هم ظاهرا د امربالمعروف او نهی عن المنکر یا ګشت ارشاد پولیسو له خوا په دې تور نیول شوې وه، چې ګنې پوره حجاب یې نه و، اغوستی.
فرانسې ارمنستان ته د پوځي تجهیزاتو د لېږلو اعلان وکړ

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره وايي، هېواد یې موافقه کړې چې ارمنستان ته به پوځي تجهیزات ولېږي.
کاترین کولونا پرون سې شنبه ارمنستان ته د سفر پر مهال دا خبره وکړه.
هغې له ارمني چارواکو سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل: فرانسې له نورو قراردادونو سره هوکړه کړې چې له مخې به یې ارمنستان ته زمینه برابرېږي څو پوځي تجهیزات ترلاسه او خپله دفاع یقیني کړي.
تېره یکشنبه بیا د ملګرو ملتونو یو هیئت لانجمنې سیمې نګرنو قره باغ ته سفر وکړ، چې هلته بشري وضعیت وارزوي.
د ارمنستان او د هغه د ګاونډي هېواد اذربایجان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد، چې اذربایجان د پوځي عملیاتو په نتیجه کې لانجمنه سیمه نګرنو قره باغ ونیوله.
له سیمې په خټه د ارمنانو د کډه کېدو لړۍ روانه ده او پر دې موضوع ګڼو سازمانونو او هېوادونو اندېښنه ښوولې ده.
د دغو کډه شویو کسانو شمېر تر ۱۲۰زره ډېر ښوول شوی دی.
ترکیې د کردانو د کارګر افراطي ګوند د لسګونو غړو په ګډون نږدې زر تنه نیولي

ترکیې د سې شنبې په ورځ د کردانو د کارګر افراطي ګوند د لسګونو غړو په ګډون نږدې ۱۰۰۰ کسان نیولي دي.
دا اقدام په پلازمېنه انقره کې د یکشنبې ورځې تر حملې وروسته کېږي، چې په نتیجه کې یې دوه پولیس ټپیان شوي وو.
د ترکیې په جنوب ختیځ کې چې ډېری اوسېدونکي یې په خټه کردان دا چاپې داسې وخت اچول کېږي، چې د کردانو د کارګر ګوند یا (PKK) چې ترکیه او د هغې غربي متحدان یې تروریستي سازمان بولي، د هغې حملې مسوولیت واخیست.
ترکي چارواکي وايي د کردانو د کارګر ګوند د غړو په ګډون شا و خوا ۱۰۰۰ کسان نیول شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي، د امنیتي ځواکونو له خوا په ۱۶ ولایتونو کې د «تروریستي سازمان» ۶۷ غړي هم نیول شوي دي.
د یکشنبې په ورځ په انقره کې د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ بهر، ظاهراً د ځانمرګي برید پر مهال دویم بریدګر په ډزو وویشت.
هغه حمله داسې وخت شوې وه، چې په پام کې وه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلې وینا سره پارلمان، چې د اوړي له رخصتۍ وروسته یې خپله لومړۍ جلسه جوړوله، په خپله وینا سره پرانیزي.
د بلګراد محکمې ۴ مخکیني چارواکي محاکمه کړي

د بلګراد سترې محکمې نن د پولیسو د هغو څلورو لوړپوړو چارواکو محاکمه پیل کړه، چې په ۲۰۰۸ کال کې د سربیا په پلازمېنه کې د امریکا پر سفارت د برید په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورن شوي دي.
د ۲۰۰۸ کال په فبرورۍ کې د کاسوود خپلواکۍ د اعلان پر ضد د لاریون په مهال چې لاریون کوونکو د امریکا پرسفارت د یرغل هڅه کړې وه، اور ولګید.
په تاوتریخوالي کې چې پریوشمیراروپایي سفارتونو بریدونه پکې شامل و، یو کس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي وو.
د امریکا سفارت ته د اوراچونې د پېښې په تړاو تراوسه هیڅوک ندي زنداني شوي او اوو مشکوکو کسانو ته په ۲۰۱۹ کال کې د محکمې په یوه جلا دوسیه کې برائت ورکړل شوی و.
د اسرایلو په برید کې د دوو سوريایي ځواکونو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی

د سوریې په دیرالزور ولایت کې د سوریایي ځواکونو پر مرکزونو د اسرایل تر پرونیو بریدونو وروسته د دوو سوریایي ځواکونو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، د دغې پیښې راپور نن سه شنبه سهار وختي د سوریې یوې دولتي رسنۍ د پوځي سرچینې په حواله خپور کړی دی.
د اسرایل پوځ سملاسي په دې اړه تبصره نه ده کړې.
اسرایل له کلونو راهیسې د دوی په ټکو په سوریه کې د ایران پر اهدافو بریدونه کوي.
په سوریه کې وروسته تر هغه د ایران نفوذ زیات شوی، چې تهران د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې، د بشار الاسد د حکومت ملاتړ شروع کړ.
سلواکیا: د روسیې د سفارت یو احضار مو خپلو پارلماني ټاکنو کې د لاسوهنې له امله احضار کړ

د سلواکیا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې دوی د روسیې د سفارت یو استازی احضار کړی چې د سلواکیا په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې د روسیې د "نه منلو وړ لاسوهنې" په اړه اعتراض ورته وړاندې کړي.
د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین په یوه بیان کې، چې د انتخاباتو په درشل کې خپره شوه ویلي وو چې امریکا به د انتخاباتو په پایلو کې لاسوهنه وکړي.
خو د سلواکیا د بهرنیو چارو وزارت دا اعلان په ټاکنو کې د لاسوهنې په هدف د ګمراه کوونکو اطلاعاتو قصدي خپراوی بللی او غندلی یې دی.
د سلواکیا پخوانی صدراعظم رابرټ فیکو چې له اوکراین سره یې د پوځي مرستو د بندولو ژمنه کړې وه، د شنبې په ورځ یو وار بیا ټاکنې ګټلي او واک ته رسېدلی دی.
سعودي د ایران په کوربه توب د فوټبال لوبه لغوه کړه

د عربستان د الاتحاد او د ایران د سپاهان لوبډلې تر منځ دوشنبه ناوخته د فوټبال لوبه لغوه شوه.
که څه هم رسماً د دې کار علت نه دی په ډاګه شوی، خو راپورونه وايي چې الاتحاد ټیم دا لوبه د اصفهان په سټډیوم کې د قاسم سلیماني د مجسمې موجودیت په خاطر لغوه شوې ده.
د ازادې اروپا فردا څانګې لیکلي الاتحاد ټیم دا کار د فوټبال له لوبې سیاسي ګټه اخیستنه یاده کړې ده.
قاسم سلیماني، چې د ایران د سپاه پاسداران د قُدس ډلې مشر وو ۱۳۹۸ کال د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا په ډرون برید سره ووژل شو.
د الاتحاد په ټیم کې د فوټبال نړۍ مخکښ لوبغاړی نیمار هم لوبیږي او هغه هم ایران ته تللی وو.
که چېرته له فوټباله د سیاسي ګټې اخیستنې تور ثابته شي الاتحاد ټیم به درې امتیازه وګټي، خو برعکس ایرانۍ لوبډله به مالي جریمه شي او ښايي له څو لوبو محرومه شي.
اروپایي هېوادونه نن کیف کې اوکراین سره د پیوستون غونډه لري

په داسې حال کې، چې روسیې د اوکراین پر جنوبي سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د اروپایي ټولنې غړي نن په کیف کې له اوکراین سره د پیوستون په پار غونډه جوړوي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هغوی د دغې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د تاریخي غونډې د ترسره کېدو په حال کې دي.
د بورېل په خبره غونډه کې د اروپایي ټولنې د کاندیدو هېوادونو او د دغې ټولنې د راتلونکو غړو استازی هم شامل دي.هغه لیکلي:" مونږ دلته یو چې د اوکراین له خلکو سره خپل پیوستون او ملاتړ څرګند کړو".
دغه غونډه داسې مهال جوړیږي، چې پر خرسون ښار د روسیې د تېرې شپې په توپخانه یي بریدونو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي.
پاکستان: اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده.
د ازادي راډیو مشال څانګې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې په حواله راپور ورکړی، چې تېرو ورځو کې دغو سیمو کې تر اته سوو پورې افغانان نیول شوي دي.
که څه هم د پاکستان چارواکو ویلي چې نیول شویو افغانانو هلته د اوسیدو قانوني اسناد نه لرل، خو د پاکستان اردو ژبي سما تلویزیون ویلي چې ۴ سوه افغانان وروسته له هغه بیرته خوشې شوي چې معلومه شوه د اوسیدو کارډونه یې درلودل.
د پاکستان پولیسو ویلي د نیولو شویو افغانانو له ډلې نژدې ۴ سوه نور له دوی سره زنداني دي او هوډ لري، چې افغانستان ته یې ولیږي.
تر دې وړاندې د پاکستان په سند ایالت کې هم د کډوالو فعالانو د کډوالو په وړاندې د پولیسو د زورزیاتي خبر ورکړی و او په خبره یې هغه افغانان هم نیول شوي چې قانوني اسناد یې لرل.