د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

ولادیمیر پوتین د روسیې د جمهوري ریاست انتخابات په لوی اکثریت ګټلي


د روسیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو تقریباً د ټولو شمېرل شویو رأیو نتیجه ښیي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمهوري ریاست د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره دغه انتخابات په لوی اکثریت ګټلي دي.

په دغو انتخاباتو کې چې پرون یکشنبه ترسره شول، د په زرګونه سرغړونو او بې‎نظمیو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون د رأیو له نتیجې څخه چې د روسیې دولتي خبري اژانس تاس خپرې کړي څرګندېږي چې په ۱۰۰ کې څه باندې ۹۹ رأیې شمېرل شوي چې له مخې یې پوتین په ۱۰۰ کې ۷۶،۶۷ رأيې خپلې کړې دي.

په دغو انتخاباتو کې د ټولو مستحقو رأی ورکوونکو ګډون په ۱۰۰ کې ۶۷،۶۷ وو.

د انتخاباتو کمېسیون وویل چې پوتین څه باند ۵۵،۴ میلیونه رأیې ګټلې دي.

د انتخاباتو د نتیجې له مخې د کمونېست ګوند کاندید پاول ګرودینین د ۱۱،۸۲ رأیو په ګټلو سره دوهم ځای نیولی.

ورپسې ملتپال ولادیمیر ژیرینفسکي ۵،۶۸ رأيې او ژورنالېست او ټلوېزیوني څېرې کسینیا سوبچاک ۱،۶۶ رأیې ګټلې دي.

څلورو نورو کاندیدانو هر یوه یا په ۱۰۰ کې له یوې کمې رأيې خپلې کړې دي.

له انتخاباتو مخکې د روسیې رسنیو د کرملېن د سرچینو په حواله د دې ډېره وړاندوینه کړې وه چې پوتین به په ۱۰۰ کې شااوخوا ۷۰ رأیې وګټي.

۶۵ کلن پوتین تېره شپه له کرملېنه بهر راټولو شویو کسانو ته په لنډو څرګندونو کې له رأی ورکوونکو مننه وکړه او د روسیې، روسیې شعارونه‌یې ورکړل.

پوتین وویل، بریالیتوب موږ ته سترګې په لاره دی او زیاته‌یې کړه چې د ده بریالیتوب د روسیې د خلکو د اعتماد او هیلو څرګندونه کوي.

پوتین وروسته خبریالانو ته په څرګندونو کې وویل چې دی په پام کې نه‎لري چې په اوس وخت کې د روسیې اساسي قانون تعدیل کړي چې له دې سره داسې برېښي چې نوموړی نه‌غواړي په ۲۰۳۰ میلادي کال کې د جمهوري ریاست لپاره ځان کاندید کړي.

د روسیې د اساسي قانون له مخې پوتین د جمهوري ریاست له دوو پرله‎پسي دورو وروسته په ۲۰۲۴ میلادي کال کې نه‎شي کولای چې ځان بیا کاندید کړي، خو نوموړی دا کار په ۲۰۳۰ میلادي کې کولای شي.

پرون یکشنبه د رأی ورکولو په بهیر کې د رأی ورکولو په یو شمېر مرکزونو کې د سرغړونو راپورونه ورکول شوي دي.

د رأی مرکزونو له تړلو وروسته د ګولوس په نوم پر انتخاباتو د څارنې یوې خپلواکې ادارې وویل چې ۲۸۲۵ د سرغړونو او بې‌نظیمو راپورونه‌یې ترلاسه کړي دي.

ویل شوي چې د رأیې صندقونه د څارونکو کمرو پرته په ځایونو کې ایښودل شوي او دغه‌راز یو شمېر څارونکي له دې منع شوي چې د رأی ورکولو بهیر وڅاري.

د انتخاباتو د کمېسیون چارواکو ویلي چې په دې اړه به څېړنه وکړي.

د چین ولسمشر لومړنی مشر دی چې پوتین ته‌یې د دغه بریالیتوب مبارکي ویلې.

شي جین پېنګ ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې له روسیې سره اړیکې لوړې کچې ته ورسوي.

د چین ولسمشر ویلي چې د چین-روسیې د همکارۍ اوسنی پراخ ستراتېژیک تړون د شراکت د تر ټولو لوړې کچې تاریخي تړون دی چې په نوې بڼه د نړیوالو اړیکو د ایجادولو لپاره یو مثال دی.

  • پخواني معلومات

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۶ نورو کلونو لپاره د دې هېواد د جمهوري ریاست څوکۍ خپله کړه.

د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو د نږدې ټولو شمېرل شویو رأیو نتیجه ښيي چې پوتین ۷۶،۶ په ۱۰۰ کې رأیې اخیستي دي.

پوتین زیاته کړه:

"د انتخاباتو د پایلې په خاطر له تاسو مننه. دقیقاً تاسو زموږ ګډ ټیم یاست. زه ستاسو د ټیم یو غړی یم او هر چا چې نن رأیه ورکړې ده، زموږ د لوی ټیم یوه برخه ده."​

د چین ولسمشر شي جین پېنګ پوتین ته په انتخاباتو کې د کامیابۍ مبارکي ویلې.

په همدې حال کې د روسيې د تېرې ورځې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په پروسه کې د درغلیو او رأی ورکوونکو د فشارونو زرګونه پېښې شوې دي.

د کمونېست ګوند مشر پاول ګرودینین د ۱۱،۸۲ رأیو په اخیستلو سره په دوهم او د سخت دریځو نېشنلستانو د ګوند کاندید ولادیمیر ژیرینفسکي ۱،۶ فیصده رأیو په خپلولو سره په درېیم مقام کې دی.

د روسيې د ولسمشرۍ د تېرې دورې په انتخاباتو کې د رأیو ورکوونکو ونډه څه د پاسه ۶۷ په ۱۰۰ کې ثبت شوې ده.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ لومړنی بهرنی مشر دی چې پوتین ته‌يې په انتخاباتو کې د کامیابۍ مبارکي ویلې ده.

چینايي مشر ویلي پیکېنګ چمتو دی چې له روسيې سره په لوړه سطحه د اړیکو د ټینګښت او ساتلو لپاره له ولسمشر پوتین سره کار وکړي.

  • پخواني معلومات

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۶ نورو کلونو لپاره د دې هېواد د جمهوري ریاست څوکۍ خپله کړه.

د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو د نږدې ټولو شمېرل شویو رأیو نتیجه ښيي چې پوتین ۷۶،۶ په ۱۰۰ کې رأیې اخیستې دي.

په همدې حال کې د روسيې د تېرې ورځې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په پروسه کې د درغلیو او رأی ورکوونکو د فشارونو زرګونه پېښې شوې دي.

د کمونېست ګوند مشر پاول ګرودینین د ۱۱،۸۲ رأیو په اخیستلو سره په دوهم او د سخت دریځو نېشنلستانو د ګوند کاندید ولادیمیر ژیرینفسکي ۱،۶ فیصده رأیو په خپلولو سره په درېیم مقام کې دی.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ لومړنی بهرنی مشر دی چې پوتین ته‌يې په انتخاباتو کې د کامیابۍ مبارکي ویلې ده.

چینايي مشر ویلي پیکېنګ چمتو دی چې له روسيې سره په لوړه سطحه د اړیکو د ټینګښت او ساتلو لپاره له ولسمشر پوتین سره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG