د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د کونړ په غازي‎اباد ولسوالۍ کې د فلج مثبته پېښه وموندل شوه


په کونړ کې د کتلوي معافیت د پروګرام مسؤل حاجي محمد اسحاق د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی څه موده وړاندې په غازي‎اباد کې د مشکوکې پېښې مواد د معایناتو له‎پاره اسلام‎اباد ته لېږلي وو او اوس ورته ویل شوي چې هغه پېښه مثبته ده.

ښاغلي محمد اسحاق زیاته کړه:

"د غازي‎اباد ولسوالۍ په هیلګل کلي کې د فاطمې په نوم ماشومه چې د ۳ کالو او ۹ میاشتو ده، نوموړې د عبدالله لور ده او په دواړو پښو فلج ده. دا یوه داسې کورنۍ ده چې تر اوسه‌يې خپله هم واکسین نه‎دی کړی او شااوخوا خلکو ته‌يې هم د واکسین کولو اجازه نه‎ده ورکړې."

حاجي اسحاق وايي، د ګوزڼ د پېښې پیدا کېدلو لامل په سیمه کې د وسله‎والو مخالفینو شتون او د هغوی له‎خوا واکسیناتورانو ته د اجازې نه‌ورکول دي.

نوموړی همدارنګه وايي:

"پخوا موږ د کونړ په ۹ ولسوالیو کې د واکسین په رسولو کې ستونزې درلودې چې هلته رانه څه باندې ۱۴۰۰۰ ماشومان پاتې کېدل، خو اوس د څوکۍ ولسوالۍ په ډیوه‌ګل کې هم ستونزه پیدا شوې، هلته هم زموږ څخه ۳۵۰۰ ماشومانو پاتې شو."

په کونړ کې دیني عالمان هم وايي، واکسین حلال دی او د حرمت هېڅ ډول دلیل‌يې وجود نه‎لري.

مولوي سید ولي‎‌الله یې په اړه وايي:

"مخالفینو ته زما پیغام دا دی چې هر کار موږ د دین په نوم کوو، باید لومړی د هغه پلټنه وکړو. زموږ نورو خلکو په همدې اختلاف دی چې هره خبره کوئ باید په دلیل‌يې وکړئ او که یو څه ته حرام یا حلال وايئ، باید په دلیل‌يې ووايي."

په کندهار ولایت کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوي

په روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې په کونړ کې د ګوزڼ دا لومړۍ مثبته پېښه ده چې دې سره په ټول هېواد کې د فلج مثبتې پېښې څلورو ته ورسېدې او په ۲۰۱۶ کال کې په کونړ کې ۴ پېښې ثبت شوې وې.

راپور: روح‎الله انوري

XS
SM
MD
LG