د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وايي، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسنیې له دندې لیرې کړی او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر مایک پامپیو یې د بهرنیو چارو د وزارت لپاره نومولی دی.
ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي:
"د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر مایک پامپیو به زموږ نوی د بهرنیو چارو وزیر وي چې ډېره ښه دنده به ترسره کړي."
د ولسمشر ټرمپ په وینا جینا هسپل به د لومړۍ ښځې په توګه د «سي. ای. اې» یا د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشري وکړي.
ټرمپ دا پرېکړه وروسته له هغې اعلان کړه چې رکس ټېلرسن څوک چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې راهیسې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و، افریقا ته خپل سفر رالنډ او واشنګټن ته ستون شو.
ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه بهر خبریالانو ته وویل چې دا پرېکړهیې په خپله کړې ده.
نوموړي وویل، ټېلرسن به اوس زیات خوشحاله وي او زیاتهیې کړه، ده او ټېلرسن د مسئلو په اړه مختلف لیدلوري لرل.
ښاغلی ټرمپ زیاتوي:
"موږ خپلو کې ډېر ښه مخکې تلو، خو په ځینو شیانو مو اختلاف درلود. تاسو د ایران سره شوي توافق ته وګورئ، زه فکر کوم چې دا یو ناوړه توافق و، خو فکر کوم چې هغه دا یو ښه توافق باله. ما فکر کاوه چې دا تړون باید مات شي او یا یې په اړه یو څه وشي، خو هغه یو څه مختلف فکر کاوه. نو موږ دواړو یو ډول فکر نهکاوه."
له دې څو ساعته وروسته ټېلرسن خبریالانو ته وویل، خپل مسؤلیتونه به د ورځې په پای کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان سیلوان ته وسپاري.
رکس ټېلرسن زیاته کړه چې په رسمي توګه به د دې میاشتې په پای کې له خپلې څوکۍ ګوښه شي.
بلخوا ولسمشر ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې مایک پامپیو وستایه او ټېلرسن تهیې د ښې راتلونکې هیله وکړه.
ښاغلی ټرمپ وايي:
"ما له مایک پامپیو سره له کافي ډېرې مودې راهیسې کار کړی. هغه فوقالعاده زیاته انرژي او پوهه لري. موږ تل یو لیدلوری لرو. زموږ اړیکې ډېرې ښې دي او دا هغه څه دي چې زهیې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه غواړم. زه رکس ټېلرسن ته د ښو هیله کوم."
ډونالد ټرمپ همدارنګه د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې د مشرتابه لپاره نومول شوې مېرمن هسپل وستایله او ویېویل هغه له نږدې پېژني او لومړنۍ ښځه به وي چې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې د مشرې په توګه په ټاکل کېږي.
مېرمن هسپل په ۱۹۸۵ میلادي کال کې د «سي. ای. اې» سره کار پیل کړی، نوموړې په دې موده کې په امریکا کې دننه او بهر د دې ادارې تر مرستیالۍ پورې په لوړو بېلابېلو پوسټونو کې دنده ترسره کړې ده.