د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا په یو لړ مساېلو د خبرو لپاره د پاکستان په درې ورځني سفر د دې هېواد پلازمېنې اسلاماباد ته ځي.
د پاکستان دولتي رسنۍ د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله ویلي:
"ټاکل شوې چې جواد ظریف به د دوشنبې په شپه د یوه ۳۰ کسیز پلاوي په ملتیا اسلاماباد ته راشي او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر خواجه اصف په ګډون به له نورو سیاسي مشرانو سره وګوري، د دواړو هېوادونو په سیاسي او اقتصادي اړیکو به وغږېږي."
له بلېخوا بیا د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي هم اسلاماباد ته د جواد ظریف سفر تأیید کړی او ویلي یې دي:
"د بهرنیو چارو وزیر به اسلاماباد ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد له سیاسي مشرانو سره په خبرو کې پر یو لړ مسایلو سربېره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي او همدا شان به په کراچۍ او اسلاماباد کې دوو سوداګریزو غونډو ته هم وینا وکړي."
د قاسمي په خبره، له جواد ظریف سره په دغه ۳۰ کسیز پلاوي کې د ایران سوداګر او د اقتصادي برخې پر غړو سربېره جګپوړي ډيپلوماتان هم شامل دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې د پاکستان سفر کوي چې په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان اړیکې د پخوا په پرتله یو څه غوړېدلې دي.
که څه هم د دواړو هېوادونو اړیکې په تېرو کلونو کې د ایران پر سرحدي سیمو د ترهګریزو بریدونو له امله ترینګلې وې او د ۲۰۱۷ میلادي کال په مې میاشت کې د ایران د پوځ مشر په پاکستان کې دننه د ترهګرو پر مرکزونو د بریدونو ګواښ هم کړی و، خو اوسمهال د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې ښې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په نومبر کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په یوه درې ورځني سفر ایران ته تللی و او د دې هېواد له سیاسي او پوځي مشرانو سرهیې په یو لړ مسایلو سربېره د پاکستان-ایران پر سرحدي تنظیم خبرې کړې وې او دا سرحد یې د "سولې او دوستۍ" سرحد نومولی و.