د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۲۱

خلیل کرزی: له کابل نه د پاکستان غوښتنې مشخصې او د بحث وړ دي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، پاکستان له افغانستان څخه مشخصې غوښتنې لري چې د بحث وړ دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي ازادي راډیو ته وویل، دوی په تېرو څو کلونو کې له پاکستان څخه پرلپسې یوه روښانه غوښتنه کړې او هغه دا چې له ترهګرۍ او افراطیت څخه دې په افغانستان کې د یوې وسیلې په توګه کار نه اخلي.

ښاغلي کرزي وویل، له پاکستان څخه یې غوښتي چې د دولتونو په سطحه ورسره کېني او پر ټولو مسئلو ورسره بحث وکړي.

د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې له ازادي راډیو سره په مرکه کې دې لوړ پوړې افغان ډیپلوماټ د پاکستان د غوښتنو په اړه وویل، پاکستان په بحثونو کې په جزئیاتو خپلې غوښتنې په روښانه توګه نه وایي، خو موږ ویلی شو چې مشخصې غوښتنې لري چې د بحث وړ دي او موږ چمتو یوو چې بحث پرې ورسره وکړو.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال وویل، د پاکستان یوه اندېښنه د افغانستان او هند ترمنځ نېږدې اړیکې، خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان نه غواړي چې افغانستان او هند دې نېږدې اړیکې ولري، حکمت خلیل کرزي وویل:

حکمت خلیل کرزی
حکمت خلیل کرزی

"مشخص نه وايي، خو دا په ډېر وضاحت وايي چې ستاسو دوو هېوادونو استخبارات چې د افغانستان ملي امنیت دی او د هند استخبارات دي خپلو کې نېږدې اړیکې لري، پخوا یې دا هم ویل چې په افغانستان کې هندوستان ۱۲ کونسلګرۍ لري، ډېر داسې مسایل شته چې حقیقت نه لري، له همدې کبله مو ورته ویلي چې راشئ، او له موږ سره کېنئ."

ښاغلي کرزي که څه هم ونه ویل چې ګوندې پاکستان ترې د ډیورند کرښې په اړه کومه غوښتنه لري، خو ویې ویل چې د ډیورند بحث د افغانستان د حکومت له واکه پورته دی.

هغه وویل:«دا د افغانستان د خلکو او لویې جرګې بحث دی، د قومونو بحث دی او په یو لوی چوکاټ کې باید دا بحث وشي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې پاکستان چې مخکې همکاري ونه کړه، ولې فکر کوئ چې اوس به همکاري وکړي؟ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل چې اوس یو څه بدلونونه راغلي دي، پر پاکستان نړیوال فشارونه بیخي زیات شوي، په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالتونو او نړیوالو سازمانونو له خوا.

اسلام اباد
اسلام اباد

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي د افغان چارواکو په نمایندګۍ په ګڼو نړیوالو او سیمه ییزو غونډو کې د افغانستان استازیتوب کړی.

له دې څخه نوموړی لومړنی افغان چارواکی و چې څو کاله مخکې یې د پاکستان په منځګړیتوب اسلام اباد ته نېږدې په مري کې له طالبانو سره لومړی پړاو د مخامخ رسمي خبرو مشري وکړه.

XS
SM
MD
LG