د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۰۶

نګوکا: د جنسي ځورونې په خاطر قدرتمنو کسانو ته سزا ورکول مهمه ده


د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو رئيسه وايي، د جنسي ځورونې په خاطر قدرتمنو کسانو ته سزا ورکول مهمه خبره ده، خو دا د ستونزې د بشپړ حل يوازې يوه وړه برخه ده.

په ملګرو ملتونو کې د ښځو چارو رئیسه ملامبو نګوکا وايي، د هغو کسانو شمېر چې په اړه‌یې د جنسي ځورول شويو ښځو شکايت کړی، شمېر تر هغو ډېر کم دی چې تر اوسه‌یې په اړه هېڅ‌چا څه نه‌دي ويلي.

خو دې د شکايتونو په اړه خوشبيني ځکه ښودلې چې په وينا یې اوس ځوروونکي پوهېږي چې ښځې به‌یې نوم واخلي او په اړه به‌یې شکايت وکړي.

ملامبو نګوکا وايي، اوس ډېر مهم وخت دی او باید په دغو لاسته راوړنو کې پر شا تګ ونه‌شي.

دې اسوشيټېډ پرس خبري اژانس ته ويلي چې د دې کار لپاره بايد ټولې ادارې له خپلو کارکوونکو سره د هغوی د حقونو په اړه روښانه خبرې وکړي چې هغوی پوه شي ځورونه څنګه راپور کړي او چېرته شکايت وکړي.

نګوکا: مېرمنې باید پوه شي چې خپل شکایت چېرې ثبت کړي.
نګوکا: مېرمنې باید پوه شي چې خپل شکایت چېرې ثبت کړي.

دې ويلي چې کارکوونکو ته دا اطمینان ورکول مهم دی چې پر دوی به باور کېږي او په خپله به له پلټنو سره نه‌مخامخ کېږي.

دې ويلي چې په دې وروستیو کې د هاليووډ سينما د ځينو کسانو، سوداګرانو او قدرتمنو کسانو پر وړاندې د جنسي ځورونې شکايتونه ثبت شوي دي، خو دا ستونزه په ټوله نړۍ کې شته.

د ملامبو نګاکو په وينا په نړۍ کې هېڅ هېواد نه‌دی توانېدلی ښځو او نارينه‌وو ته برابر حقونه ورکړي.

د دې په وينا، حتی په ايسلند کې چې د جنسيت د برابرۍ په اړه‌يې په خلکو کې ډېره پوهه شته، د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالی يوه ستونزه ده.

دې وویل چې د ښځو او نارينه‌وو د معاش توپير او په دولت کې د ښځو کموالی له دغو ستونزو څخه دي.

ملامبو نګاکو اسوشيټېډ پرس خبري اژانس ته ويلي چې په ټوله نړۍ کې په ۱۵۰ هېوادونو کې لږ تر لږه يو قانون داسې دی چې د ښځو له حقونو سرغړونه کوي.

دا وايي، ډېر وخت به واخلي چې ښځې په ټولو ټولنو کې له جنسي ځورونې څخه د شکايت کولو جرأت ومومي او د خپل ځان دفاع وکړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اداره له اروپايي اتحاديې سره کار کوي چې هغه قوانين بدل کړي چې د ښځو له حقونو سرغړونه کوي.

راتلونکې اوونۍ به د ښځو د موقف کمېسیون د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې غونډه جوړه کړي او په دې غونډه کې به ښځو ته د فرصتونو برابرولو تر څنګ د هغوی د ستونزو په اړه خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG