د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۴ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۵۰

جرمني وايي افغانستان کې به‌يې د سرتېرو شمېر ۱۳۰۰ ته لوړ شي


د جرمني د دفاع وزیره اورزولا فن در لاین

د جرمني حکومت د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په زیاتولو موافقه وکړه.

د جرمني د دفاع وزیرې اورزولا فن در لاین د دوشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې به‌يې د سرتېرو شمېر له ۹۶۳ نه ۱۳۰۰ ته لوړ شي.

جرمني سرتېري په افغانستان کې د ناټو تړون د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې فعالیت کوي چې زیات شمېر يې په مزار شریف او کابل کې ځای پر ځای دي.

د ناټو تړون غړو هېوادونو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپل روزونکي مأموریت د سرتېرو شمېر له ۱۳ زرو نه ۱۶ زرو ته پورته کړي.

XS
SM
MD
LG